کور / تازه خبرونه / كندهار: كاناډايي سرتېرى په تمرين كې مړ شو

كندهار: كاناډايي سرتېرى په تمرين كې مړ شو

يو كاناډايي سرتېرى د ورځني تمرين پر مهال د كندهار په شمال ختيځه خوا كې وژل شوى دى. سرتېرى جوشو كېليب بېكر نوميږي، د نوموړي مړينه له اتو كالو راهيسې په افغانستان كې د كاناډا د وژل شويو سرتېرو شمېره يو سل او څلوېښتو ته جګوي.
كاناډايي ځواكونو د نوموړي په اړه ويلي چې بېكر د ورځني تمرين پر مهال مړ شوى دى، په كندهار كې د كاناډايي ځواكونو مشر قومندان ډانيېل مينارډ په دې اړه وويل چې دغه ډول تمرينونه سرتېرو ته عادي دي او ددوى د تجربې او مهارت په زياتوالي كې ډېره مرسته كوي.
ده همدارنګه وويل چې د هغه د مړينې د پېښې د څېړينې لپاره يې يوه كاري ډله په كار ګومارلې.