کور / کیسه / دمينې انتقام

دمينې انتقام

ګلمينه هغه ښايسته ميرمنه ده چې دماشومتوب نه په سلار زړه بايللې وه سالار د ګلمينې د دترورځوي دی دوې د ماشومتوب دخواږه يادونو په لړې کې يو دبل سره د زړه له کومې مينه درلودل اود کورنيو د توافق په اساس د دوې په مينځ کې د کوژده او بيا ورسته د واده تړون مزې کلکې شولې کله چې ګل مينه کوژده شوه نو سلار په جر مني کې وو خو کال نه پس واده لپاره پاکستان ته راغی د واده مراسم ډير مجلل او ډير قيمتي واده وو چې ساری يي نه ليدل کيده خود واده په اوله شپه ددوې په مينځ کې کومه شخړه پيښه شوه او يو د بل نه مرور شول د دوه دری ورځې نه پس د کورنيو د هلو ځلو په اساس سره پخلا شول خو دا دوه نازولي مينان يو په بل باندې د ناز په پلمه يو د بل نه ډير مروريدل لنډه دا چې د يوي لنډی مودی نه د سلار د روخصتی وری پوره شول او سلار بيرته مخ په جرمني لاړو او ګليمنه تر يوه مودی پوری خپل کور کې پاتی شوله تر څو چې د سلار په هلوځلو د ګلمينی د تګ کارونه خلاص کړي چې ګل مينه له ځانه سره بوځي چې دا کار يی هم وکړدواړه جرمني ته لاړل ښه موفشن ژوند يي پيل کړل خو د وختنو په تيريدو سره د نورو په لاس وهنه د دوې په مينځ کې د ښځې او ميړه سره د ګډ ژوند د تجروبی د نه درلودلو په وجه لږ څه جنجالونه پيدا شول هغه دا چې سلار به کار ته سهار تلل اود شپی قضا به کورته راتلل دا ځکه چې بهرنی ملکونو کې د ژوند کولو بيه د عصري ژوند په وجه ډير اوچت وي خو هغه هم مجبور وو چې ډير کار وکړي خو ګل مينه به يواځې
پاتې وو په کور کې په جر مني ژبه هم نه پوهيده او د کور نه بهر هم نه وه بلده نو کله ناکله به يې ا فغانانو سره تماس در لوديو د دغو نه يوه ورخ يوه افغانه انجلې ده سره د همدردې په پلمه داسې يو راز يي شريکه کړله چې د دوې ژوند ته يې اور پوری کړ هغه دا چې ګلميني ته يې وويل چې ستا د ميړه د کار نه د ناوخت راتګ دليل دادی چې هاغه بلې جلې سره لاره اخيستي ده او هره ورځ هاغې سره وي نو په دی ترتيب د دوي په مينځ کې جنګ شروع شول هان تر دی حده چې ګلمينې ورته وويل چې دا کور به سالار ته پريږدي سالار چې څومره زاری يي کوله او د خپل د بی ګناهی لپاره يي سپيناوی کولو خو هيڅ د منلو وړ ونه ګرځيده خوبله ورځ بيا هم همداسې يوه شخړه پيدا شو نو ګلمينه چې يو له خپلوانو يي هم په هماغه ښار کې اوسيده تيليفون وکړ او ټول جريان يي ورته وويل نو ددی پر ځاې چې يوه سمه لاره ښوونه ي ورته کړی وو يا سمه د حل لاره يي ور ښودلې واې چې شخړه هواره کړي نو ګلمينې ته يې وويل چې کور ورته پريږدي او ددوې کورته راشي نو هغه هم دا خبره يي ومنله او دا کار يي وکړ په مينځ کې ډيری ورځې تيری شولې خو واړه او د نوې ژوند ناپوه ځوانان د ژوند دتجربی دنه درلودلو په وجه د غرور په لمبو کې وسول هر يو به ځانته ژړل خو څوک هم داسی لاره دوې ته ونه ښوده چې دوې به يي سره پخلا کړی واې د لږ مودې نه ورسته ګلمينه د خپلوانو په لار ښوونه حکومت ته يې لاره پيدا کړله او خپل د طلاق رسمي غوښتنه يې وکړله او دا غوښتنه بې له ځنډه ومنل شو او د ماشومتوب دوه واړه دوستان بی له دی چې د کورنۍ مشوره واخلي يا د هغو مشورو ته غوږ ونيسي يو د بل سره بيل شول
ګرانو لو ستونکو:- کله چې ګلمينه د خپل د ژوند کيسه يې کوله نو ورسره ډيرې او ښکې توي کړلې او جالبه خو دا چې هغې خپل داسې يو شعر يي راته و ښودله چې لا د يوې ژورې مينې اظهار وو په کې لنډه دا چې په کومه ورځ چې دوې ته د طلاق خبر د حکوت لخوانه اوريدل کيده بيا هم د دواړو سترګي داسې يو چاته د لټون په لار وو چې ددغې غميزې مخه ونيسي خو هڅ څوک هم پيدا نه شو او دوې هم د غيرت نه دواړه په خپل خبروټينګار وکړ خو په دغه ورځ هم دواړو بی شميره اوښکې توې کړلې او په سلګو سلګو يي وژړل خو په خوله يې هيڅ نه ويل او نه داسې خدايي خدمتګار پيدا شو چې له دوې نه به يي دا غم اخيستي واي بس د حکومت لخوانه دګلميني ټولې هيلي تر سره شولې دا ځکه چې هغه يوه ښځه وه او بهرني ملکونو کې د ښځو مقام ته د اوليت امتياز قايل وي دواړه ځوانان د خپل کورنيو نه پټ طلاق يې واخيست او ګل مينه د وخت د حکومت لخوانه خپل پلار کورته پاکستان په لورې راروانه شوه دګل مينې مور مړه وه اوس نو د خپل ميره په کور کې د بد بختې شپی او ورځي تيرول او داي يې له دغې پټې پردی څخه د اتو کالونو نه ورسته يي ماته پرده پورته کړل په دومره کلنو کې لا هم ګلمينه هم سلار ته سترګه په لار وه کالونه بيا هم يو دبل په انتظار کيناستل که سره پخلاشي خو د ځل داکار ناشونې وو نو سلار د مينې د انتقام د اخيستو د پاره له هاغې بد مرغې انجلې سره واده کړی وو کوم چې د ګلمينې او سلار په مينځ کې ددروغو ډرامه جوړه کړی وه په دې تو ګه سلار د ګل مينې نه خپل د مينې انتقام واخيست پاې