د ناټو دوه نور پوځیان هم ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 13th, 2010


د ناټو اعلامیه وایی چی نن ( شنبه ) د افغانستان په جنوب کی دوه نور ناټویی پوځیان هم په جلا جلا پیښو کی ووژل سول خو د پیښی ځای او د مقتولینو هویت یې ونښود . لومړنی عسکر یې د سړک د غاړي ماین والوزاوه حال دا چی دوهم پوځي یې طالبانو مخامخ وویشت . همدا نن مخکی یو برتانوﺉ او درې امریکایی پوځیان هم وژل سوی وو چی په دې توګه په شنبه شپږ بهرني پوځیان په جنوب کی له منځه ولاړل .

Copyright Larawbar 2007-2024