کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د هلمند په مارجې سيمه كې روانو پوځي عملياتو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې قومي مشرانو له ناټو ځواكونو څخه غوښتې، چې ژر تر ژره دې دا عمليات پاى ته ورسوي څو ملكي خلكو ته ستونزې جوړې نكړي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د پخلاينې د هڅو په اړه په يو مطلب كې د ملي امنيت د شورا په حواله ليكلي، چې د طالبانو ټيټپوړي مشران سياسي حل لاره معقوله لار بولي.
ورځپاڼې د همدې مطلب په دوام كې د مارجې د عملياتو په اړه هم د ملي امنيت د شورا نظر راخستې او ليكلي، چې دا عمليات به په اوږدمهالې توګه د هيواد په زياتو سيمو كې د امنيت په سمون كې مهم رول ولوبوي.
په ورځپاڼه كې د سلواغې په شپږوشتمه نيټه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواكونو په وتلو هم تبصره كړې او هغه يى د هيواد د تاريخ نه هيريدونكې ورځ بللې ده.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د كابينې پرونۍ غونډې ته ځانګړې كړې، چې پكې په سالنګ كې په وروستي خونړي توفان بحث وشو.
ورځپاڼې ليكلي، چې په غونډه كې په سالنګونو كې د خوندي تګ راتګ لپاره د لنډ مهاله او اوږد مهاله وقايوي تدابيرو غوښتنه وكړه.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د سلواغې په شپږوشتمه نيټه له افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد د ځواكونو په وتلو بحث كړې او ليكلي، چې له تاريخي پيښو بايد پند واخستلې شي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې افغانان بايد د نړيوال ملاتړ له دې زرين چانس نه ګټه پورته كړي او د خپل هيواد د بيارغونې او پرمختګ لپاره كار وكړي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې د افغان امنيتي چارواكو په حواله ليكلي، چې په مارجه او نادعلي كې ديارس سميې له وسلوالو پاكې شوي.
ورځپاڼې د همدې مخ په سر كې د اسكاى نيوز د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې په روان كال كې د اوباما لپاره په افغانستان كې بريا حياتي ارزښت لري.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د سلواغې په شپږ ويشتمه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواكونو په وتلو بحث كړې خو ليكلي سره له دې، چې روسان شاوخوا دوه لسيزې وړاندې له افغانستان څخه تللې خو لا هم ناورين د افغانانو ګريوان نه پريږدي.
ورځپاڼې د خپل دوهم مخ په يو څيړنيز مطلب كې هم د روسانو له وتلو وروسته د افغانستان تيرشل كلن حالات څيړلي دي.

اصلا او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې د مارجې پوځي او سياسي ارزښت ته په پام سره ليكلي، چې دا عمليات به ثابت كړي كه چيرې افغان ځواكونو په دقت او چټكۍ سره د مخالفينو ځپلو لپاره اقدام وكړ نو ملي اردو به د خلكو ريښتينې ملاتړ خپل كړي.
خو اصلاح بيا هيله ښودلې، چې د هلمند په مارجه سيمه كې روان بريالي پوځي عمليات به د سولې او امن پيلامه وګرزي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د مارجې عمليات د وړاندې په لور يو ګام بللې او سره له دې، چې د سيمې بشپړې تصفيى ته هيله څرګنده كړې، امنيتي ځواكونه يى خبرداره كړي، چې ممكن وسلوال د چريكي عملياتو لړۍ پرانيزي او دوى بايد ورته ښه چمتوالې ولري.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې د عملياتو له بشپړيدو وروسته د حكومت له ټولو ستره ننګونه پدې سيمه كې د نظم او قانون پلې كول او ددې سيمې ساتل دي.
ورځپاڼې د مارجې د عملياتو په اړه په يو بل تفصيلي مطلب كې د ناټو ځواكونه هڅولي، چې د عامه خلكو ژوند ته بايد جدي پاملرنه وكړي او پدې توګه دې د هغوى ملاتړ هم خپل كړي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د پوهنې په وړاندې شته ستونزې انځور كړي او پكې دا ښودل شوې، چې لا هم د پوهنې دښمنان موجود دي.