کور / تازه خبرونه / چارواکي: اېران د سلما بند د جوړولو مخنيوى کوي

چارواکي: اېران د سلما بند د جوړولو مخنيوى کوي

د هرات امنيتي چارواکي وايي داسي اسناد يې موندلي چي اېران د سلما بند د جوړولو په مخنيوي کي لاس لري.
يوه پوليس چارواکي د جنګ او سولي د راپور ورکولو نړۍ والي ادارې يا IWPR ته ويلي د اېران حکومت د طالبانو په واسطه د سلما بند له جوړلو سره ځکه مخالفت کوي، چي که دغه بند جوړ سي اېران ته د تلونکو اوبو مخنيوى به وسي.
د سلما بند د هرات په چشت شريف ولسوالي کي د اېران سره پولي ته څرمه پر هري رود باندي د يوې هندۍ کمپنۍ له خوا د ١٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د چارواکو په وينا که دغه بند جوړ سي ٧٥٠٠٠ هکټاره مځکه به خړوبه کړي او همدا راز به د برېښنا اسانتيا هم برابر کړي.
د آى، ډبليو، پي، آر دغه راپور وايي د جنوري په مياشت کي چي د چشت ولسوال عبدالقدوس قيوم له خپلو پنځو ملګرو سره ووژل سو، هغه مهال يې مسئوليت طالبانو پر غاړه واخيست، خو د پوليسو لاسته داسي شواهد ورغلي چي دغه کار د اېران په اشاره ترسره سوئ دئ.
راپور د ګلبدين په نامه د يوه پوليس افسر په حواله وايي چي عبدالقدوس قيوم د سلما بند د جوړولو ته کلکه ملا تړلې وه.
د افغانستان د پارلمان ځينو غړيو هم د آى، ډبليو، پي، آر سره په مرکو کي د سلما له بند سره د اېران مخالفت ته اشاره کړې ده.
افغان کارپوهان وايي افغانستان چي د اوبو له پلوه يو بډايه هيواد دئ، خو د يوه سالم حکومت د نستوالي له کبله يې خپلي مځکي شاړي پاتي دي او له اوبو څخه يې پاکستان، اېران او نور ګاونډيان استفاده کوي.
د افغانستان حکومت په پلان کي لري چي د کابل پر سيند باندي هم د اوبو بند جوړ کړي، خو د پاکستان حکومت يې په هکله افغان حکومت ته اندېښنه څرګنده کړې ده. د کابل د سيند اوبه هم له افغانستان څخه د پاکستان تر پنجاب ايالت پوري بهيږي.