کور / تازه خبرونه / ولسمشر د سالنګ له قربانيانو سره مرسته اعلان کړه

ولسمشر د سالنګ له قربانيانو سره مرسته اعلان کړه

د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چي په سالنګ کي د واوري له کبله د مړو سويو او ټپيانو له کورنيو سره نقدي مرسته وکړي.
د افغانستان د جمهوري رياست يوه وياند حامدعلمي وويل ولسمشر د قربانيانو له هري کورنۍ سره د يولک افغانيو يا ٢٠٠٠ امريکايي ډالرو د مرستي پرېکړه کړې ده.
د سالنګ په پېښه کي چي تېره اونۍ د واوري د ښويېدو له امله رامنځته سوه، نيژدې ٢٠٠ کسان مړه او ١٥٠ کسه ټپيان سول.