ورځپاڼو ته کتنه

34 | فبروري 16th, 2010


ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د اوباما د منتقدينو په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې په افغانستان كې د اوباما جنګي سياست په سمه توګه فورمول بندي شوې ندې.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې په امريكا كې كورنيو اختلافاتو اوباما اړ كړ، چې په افغانستان كې د بريا لپاره پوځي حل لاره خپله كړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې اوباما په افغانستان كې د ځواكونو د زياتولو پريكړه پداسې حال كې وكړه، چې دده مرستيال جوبايډن له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو د پشا كيدو غوښتونكې وو.
ورځپاڼې د هلمند په مارجې سيمه كې د افغان او بهرنيو ځواكونو روانو پوځي عملياتو ته هم كتنه كړې او پدې ترڅ كې د سي ان ان ټلويزن د يو څيړنيز رپورټ په استناد ليكلي، چې دا عمليات به د جنوب په امنيتي وضع كې كوم بدلون را نه ولي.
خو ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د بريتانيى د دفاع د وزير په حواله ليكلي، چې د مارجې د عملياتو د بريا لپاره څو مياشتې وخت ته اړتيا ده.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك په مارجه كې ورانو پوځي عملياتو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې دا عمليات په بريا سره پر مخ روان دي او ګڼې سيمې له وسلوالو پاكې شوې دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان د كركټ د ملي لوبډلې بريا په هيواد كې د شتو ستونزو د هواري لپاره يوه ښه بيلګه بللې او ليكلي، چې له دې بريا بايد سياسي پند واخستلې شي او د شتو ستونزو د هواري لپاره ملي هوډ بايد لاپياوړې شي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په مارجه كې روانو پوځي عملياتو ته كتنه كړې او د خپل لومړي مخ په سر كې د بريتانيى د سنډې ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې ممكن دا عمليات د جنګ د پاى ته رسولو پيلامه وي.
ورځپاڼې په دوام كې په هلمند كې د بريتانوي ځواكونو د قومندان په حواله ليكلي، چې دا عمليات د افغان ځواكونو لپاره يو ازميښت هم دې، چې ايا دوى د خپل هيواد امنيتي چارې سمبالولې شي او كه څنګه.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ملي پخلاينې لپاره د ولسمشر كرزي په طرحې بحث كړې او پدې اړه يى د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله ليكلي، چې د هلمند روان عمليات له دې طرحې سره تناقس لري.

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د مارجې د عملياتو د پراخولو لپاره د امريكايي پوځيانو څرګندونو ته په اشارې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې په هلمند كې دا لشكر كشي به ژر پاى ته و نه رسيږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د مارجې په روانو عملياتو كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې وروستۍ پيښې ته په اشارې ليكلي، چې ددې كار دوام به د سيمې دخلكو او امنيتي ځواكونو ترمنځ زيات واټن رامنځ ته كړي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د سولې د روانو هڅو په اړه د بلخ د والي وروستۍ څرګندونې راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، چې پدې بهير كې د طالبانو ځينې غوښتنې هم بايد ومنلې شي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس بيا په افغانستان كې د نا امنيو په پاى ته رسولو كې د خلكو رول څيړلې او ليكلي، چې افغان دولت او نړيوال بايد د خلكو د ستونزو په هواري سره د امنيت په ټينګښت كې ددوى ملاتړ جلب كړي.
خو اصلاح بيا په هلمند كې په روانو پوځي عملياتو كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې وروستۍ پيښې ته په اشارې ليكلي، چې د ملكي خلكو د سر زيان امنيتي خير ښيګڼې تر خپل سيوري لاندې راولي.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په لويديځ كې د سلما بند د جوړولو په وړاندې شتو ستونزو ته په اشارې په هرات كې د امنيتي چارواكو په حواله ليكلي، چې داسې اسناد يى ترلاسه كړي، چې ايران ددې بند د جوړولو په مخنيوي كې لاس لري.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې ليكلي، چې پاكستان د كابل په سيند د هندي انجينرانو لخوا د بند په جوړولو انديښنه څرګنده كړې خو د ورځپاڼې په وينا ددې انديښنې لامل ندې ښودل شوې.
قرباني ولس وركړه او بلډنګونه رهبرانو جوړ كړل د ورځپاڼې د دريم مخ بل سرليك جوړوي، چې پكې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د افغان ولس جهاد ته ځانګړې شوې.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د افغانستان د كركټ د ملي لوبډلې وروستۍ بريا ته په اشارې په هيواد كې ددې لوبې د لا زياتې ودې لپاره د كركټ د ملي ليګ د جوړولو غوښتنه كړې.
ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې په افغانستان كې د ازاد بازار اقتصادي سيسټم څيړلې او پدې برخه كې شته ستونزې په توګه كړي دي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې بيا دا ښودلې، چې خلك د بيو له لوړيدو په زنګانو شوي خو ښاروالۍ د ازاد بازار د سياست له كبله نشي كولې د بيو د كنټرول لپاره اقدام وكړي.

Copyright Larawbar 2007-2024