کور / اسلامي / د اخلاص ارزښت

د اخلاص ارزښت

اخلاص په زړه پورې تړلى عمل دى، چې په اسلامي دين كې ورته زيات ارزښت وركړل شوى او په ډېرو كړو وړو كې يې شتون ارزښتناك بلل شوى دى، لنډه دا چې اخلاص د بدن د نورو غړو د عملونو مالګه ده، په كوم كار كې چې اخلاص نه وي، داسې ده لكه په خوراك كې چې مالګه نه وي.


په اخلاص كې ډېرو مسلمانو علماوو او پوهانو ليكنې كړې دي او كتابونه يې كښلي دي، اخلاص د اسلامي دين حقيقت او د پيغمبرانو د دعوت كلي ګڼل شوې ده، پدې هكله قرآن كريم فرمايي: ” رسولانو ته امر نه دی شوی، مگر دا چې الله ته په اخلاص سره عبادت وكړي”.


نو اخلاص د عبادت جوهر او زړه دى، ابن حزم رحمه الله عليه وايي: ” د عبادت ټول راز په نيت كې دى، نيت او اخلاص په عبادت كې داسې دى لكه په جسم كې چې روح ده او بې روحه جسم هېڅكله  منځ ته نه شي راتلى او بې روح جسم مړى بلل كېږي”. همدارنګه همدا اخلاص دى، چې عبادتونه او عملونه د الله په دربار كې منل كېږي او ردېږي، اخلاص د سړي د برياليتوب او يا ناكامۍ سبب كېږي او هم د اخلاص پر مټ مسلمان جنت ته تلاى شي او نه شتون يې په دوزخ كې د لوېدو لامل كېږي.


د اخلاص مانا: اخلاص عربي كلمه ده، چې د صفاوالي، سوچه واي او پاكوالي په مانا دى. خالص شهد يعنې پاك او سوچه، چې هېڅ بل څه پكې ګډ نه دي. خالص عبادت يعنې يوازې دالله د خوښۍ او رضا لپاره دى، ريا او يا بل مطلب پكې ځاى نلري.


د اخلاص اصطلاحي مانا د ابن القيم رحمه الله عليه په وينا په عبادت او اطاعت كې د الله يوازې كول دي، يعنې يوازې د الله عبادت او اطاعت كول دي او له هغه سره هېڅ شريك نه نيول د اخلاص په مانا دى.


د اخلاص په هكله محترمو علماوو بېلابېل عبارتونه كارولي دي، لكه:


– اخلاص يعنې خپل كړه وړه يوازې د الله لپاره ګرځول.


– اخلاص يانې يوازې د الله عبادت او اطاعت كول.


– اخلاص يانې له هر عيب څخه د كړو وړو سوچه كول


مخلص هغه كس ته ويل كېږي، چې د الله په عبادت او اطاعت كې له الله (ج) پرته د بل هېچا پروا ونلري. خپل ټول كړه وړه يوازې د الله د رضا لپاره كوي. الله (ج)  پيغمبر ته فرمايي: ” ورته ووايه چې زه په اخلاص سره د الله عبادت كوم”. بل ځاى فرمايي: ” ورته ووايه چې زما لمونځ، نسكي….. ژوند او مرګ يوازې د الله لپاره دى، چې د ټول عالم رب دى”.


په يوه آيت شريف كې راځي وايي: ” پاكي ده هغه ذات لره، چې مرګ او ژوند يې پيدا كړى، ددې لپاره چې تاسې وازمويي، چې كوم يو احسن او غوره عمل كوي”. له احسن څخه خالص او سهي عمل مطلب دى. فضيل بن عياض ته وويل شول، چې له سهي او خالص عمل نه مطلب څه دى، هغه وويل، چې عمل بايد هم يوازې د الله لپاره وي او هم بايد په سنتو برابر وي. او بيا يې دا آيت شريف ولوست: ” څوك چې د الله د مهربانۍ تمه لري، هغه بايد نېك عمل وكړي او په الله باندې په عبادت كې هېڅوك شريك نكړي”.


د احد په غزوه كې الله د مسلمانانو ازمويل غوښتل، فرمايي: ” په تاسې كې چا دنيا غوښته او چا آخرت”.


نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: ” په تحقيق سره عملونه او كړه وكړه په نيتونو پورې تړلي دي”. همدغه نيت دى، چې عبادت له عادت څخه بېلوي او د انسان لپاره د ګټې او تاوان لامل كېږي.


د اخلاص ارزښت:


۱- اخلاص په آخرت كې د خلاصون اوبرياليتوب وسيله ده.


۲- اخلاص د اجر، ثواب او نېكيو د ګټلو مصدر او سرچينه ده. عبدالله بن مبارك وايي: “كېداى شي، چې وړوكى عمل په نيت سره ډېر لوى او ډېر لوى عمل په نيت سره ډېر كوچنى شي”.


۳-  د زړه د پاكوالي، سوچه والي او له غمونو څخه د خلاصون وسيله ده.


نو اخلاص ته ځكه ډېره اړتيا ده، چې زموږ ټولو كړو وړو تقليد، تربګنۍ، شرم او سرلوړۍ او دروازې د ساتنې لپاره ترسره كېږي.


دعا مو په ريا ككړه كړېده. خير او خيرات مو د شهرت حاصلولو بوى نيولى دى. خدمت مو د مال، مقام او مشرۍ ترلاسه كولو بې خونده كړى دى…


لنډه دا چې په هر عمل كې بايد اخلاص وشي او په هر كار كې اخلاص ځانګړې ګټې لري:


په كلمه ويلو كې اخلاص: نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: ” څوك چې په اخلاص سره لااله الا الله ووايي، جنت ته به داخل شي”.


په سجده كې اخلاص، نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: ” هېڅ بنده به په اخلاص سره الله ته سجده ونكړي، مګر په هغه سره به الله د هغه يوه درجه لوړي او يوه ګناه به يې وبښي”.همدارنګه فرمايي: “څوك چې دالله لپاره د ثواب په نيت روژه ونيسي الله به يې ټول پخواني ګناهونه معاف كړي”. څوك چې د لمانځه په نيت له كوره راووځي او مسجد ته روان شي، په هر ګام سره به الله هغه ته يوه نيكي وركړي او هم به د هغه يوه ګنا وبښي”. څوك چې په اخلاص سره د شهادت هيله وكړي، الله به هغه ته د شهيدانو درجې وركړي، اګر كه هغه په بستر كې مړ شي”.  


حضرت عمرفاروق رضي الله عنه وايي: “چا چې په حق كې نيت خالص كړ، اګر كه تاوان يې په خپله ده ته هم ورسېږي، نو الله يې بس دى”.


له سهل بن عبدالله التستری نه پوښتنه وشوه، چې څه شى ډېر سخت دي، هغه وويل، چې اخلاص ځكه پدې سره نفس بې برخې كېږي.


ابن يحيى وايي نيت ښه زده كړئ، ځكه چې نيت تر عمله مخكې خپل ځاى ته رسېږي


زبيدي اليامي وايي: زه ډېره هڅه كوم، چې په هرڅه كې مې نيت ښه كړم، ان په خوراك او څښاك كې هم.


زموږ د ټولنې شاعرانو هم اخلاص ستايلى او په هكله يې شعرونه ويلي د ساري په توګه:


ګوره څه بلند مقام دى د اخلاص 
چې جهان واړه غلام دى د اخلاص
 
بې اخلاصه حلاوت د اسلام نشته
 
که اسلام دى خو اسلام دى داخلاص


ملنګ جان وايي:


هغه څوک چې د اخلاص په نيلی سور وي 
عام و خاص به يې د زړه په مينه ګوري 
که ګرانښت په هرچا غواړې نو ځان ټينګ په صداقت کړه 
د يادګار باغ به دې تل تر تل سمسور وي 
عمارت د ړنګو زړونو په ښه خوی سره ودان کړه 
د هر چا د زړه په کور کې يې ستا کور وي 
د بيکسو نا اميدو دلجويي کړه قام پرور شه 
په هرچا به ستا د مينې قرض او پور وي 
حق ته ګوره، حق ووايه، حق وغواړه، حق پرست شه 
مخلصان به دې هزار هزار هرلور وي 
ته ملنګ يې ملنګ جانه په ترووتر خو غوږ کوڼ کړه 
ملنګانو پسې تل د سپيو شور وي

.