کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: دوه نور طالب قومندانان نيول سوي

پښتونخوا: دوه نور طالب قومندانان نيول سوي

پاکستانى پوځيان وايي له پوليسو سره د ګډو عملياتو پر مهال يې د ځايي طالبانو دوه مهم قومندانان نيولي دي.
د پوځ په وينا مفتي فخرعالم او عالم بنوري د مولانا فضل الله د ډلي مهم قومندانان وو چي پرون يې د ښتونخوا ايالت په نوشهره ولسوالي کي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملياتو پر مهال ونيول.
د پاکستان حکومت د يادو سويو قومندانانو پر سر لس – لس ميليونه کلداري انعام ايښى وو.