کور / سياسي / اسامه بن لادن،افغانستان اوطالبان

اسامه بن لادن،افغانستان اوطالبان

اسامه بن لادن ددوهمي او دريمي زريزي دپاى او پيل تر ټولو پُراسرار شخصيت دى .دهغه دژوند دهغه دکورنۍ او دهغه دالقاعده نړيوال تنظيم په اړه په ټوله نړۍ کښي په مختلفو ژبو او لهجو په متضاد انداز ګڼي ليکني شوي .په ځانګړي ډول د ٢٠٠١م کال ديوولسم سپتامبر له واقعي وروسته، دټول جهان عام، خاص مطبوعات هره ورځ دهغه په اړه په زرګونو پاڼو راز،راز راپورونه او تبصرې خپروي . چي صليبيان او دهغوى مستعمره او دست نشانده واکمنان يې يو لوي اومشهور تروريست، خو ځوريدلي حقپالونکي مسلمانان ورته دستر قهرمان، اتل غازي،خداى پرست او دنړيوال اسلامي لښکر محبوب رهبر په سترګه ګوري او خپل خوږ ژوندون يې هم تر هغه صادق او متواضع (مجاهد اسامه بن لادن) قرباني کړى او دهغه په دفاع او ملګرتيا په سراومال د سپيڅلي مبارزي (جهاد فى سبيل الله) په ډګر دريدلي او هر راز سر ښندني ته چمتو شوي دي. دهغه په اړه پوره تحقيق او څيړنه څه اسانه هڅه نه، بلکه يو محال کار دى. هيڅوک هم دومره حوصله نلري چي داسامه بن لادن دژوند، جهادي ملګريو، مفکورى،او منشور او په اسلامي ټولنه کښي دهغه جان فداحيثيت اواهميت په اړه ټول جزئيات را غونډ کړي. البته هرچا سعيه کړي چي دهغه ميليونر سر بکف په ژوندون اوکړنلاره رڼا واچوي .
ما حقير بنده هم په دې وړوکي کتاب کښي د خپل وس سره سم اجمالاً د مسائلو او واقعاتو د تړاو په ضرورت له سلګونو نړيوالو مطبوعاتو څخه په ډير زيار مختصر معلومات را غونډ کړي او دادي ستاسي ښاغليو لوستونکو په وړاندي يې ږدم.
د اسامه بن لادن کورنۍ دجنوبي يمن د ساحلي ولايت حضرالموت چي دعدن بندرګاه په ختيځ کښي واقع ده؛ تعلق لري . دا سيمه له څو پيړيو راهيسته د تاجرانو سيمه ده. څو پيړۍ وړاندي ددي ځاي تجارانو په بحري لارو اندونيشيا او چين ته سفرونه کول. ددې سيمي تجارانو هغه مهال برصغير ته تګ راتګ کول چي دبرطانوي تجارانو هيڅ نوم او نښان هم نه ؤ .
په ١٩٦٧ م کښي چي کله له برطانيې څخه جنوبي عرب اوعدن ازاد شول نو، دوه ازاد مملکتونه دجنوبي يمن او شمالي يمن په نوم منځ ته راغلل .خو تردې ازادي وړاندي ديمن يو شمير تجارانو اوعام کارګر خلګو په غټ شمير کښي د بهتر مستقبل په نيت خپل وطن پريښود اوسعودي عرب ته يې مخه کړه. چي دا سلسله له ازادي وروسته نوره هم پسي ګړندۍ شوه. ديمن خلګ ډير خواري کښ او محنت کښ وو او دسعودي عرب نوې دنيا چي کاروباري، خوشحالي او دمالامال طبعي زيرمو استخراج پکښي په غوړېدو او خپريدو ؤ د داسي زحمت کښه کار پوهانو کاريګرو منتظر ؤ.
په هغه يمني مهاجرينو کښي چي له عدن (يمن) څخه سعودي عرب ته کوچېدلې وو، د اسامه بن لادن ځوان پلار محمد بن عود بن لادن چي وروسته د شاه فيصل د حکمراني پر مهال دکابېني وزير هم پاته شوى؛ موجود ؤ. محمد بن لادن په دې نوي معدنيات پرُ ملک کښي په ډيرجوش او خروش کاروباري لړۍ پيل کړه او ډير ژر ورته کار پيدا شو. محمد بن لادن لومړى د تيلو په يوه کمپنۍ (ارامکو)کښي په يوه تعميراتي کار ولګيده. هغه ډير صادق، لايق او کار شناس انسان ؤ. دخپلو ګټلو پيسو لپاره يې يو مخصوص بکس تعين کړى و. له ډيرو زحمتونو او کړاوونو وروسته هغه په دې وتوانيد چي، په ډيره وړه پيمانه (بن لادن کنسټرکشن) کمپنۍ جوړه کړي .
په اولو وختونوکښي محمد بن لادن د وړو، وړو ټيکوکار شروع کړ خو په ورو، ورو يې خپل کاروبار پراخ او د ١٩٥٠ م په اوائلوکښي بن لادن ساختماني کمپنۍ دشاهي ماڼيو ټيکداري هم واخستي.
داسي ويل کيږي چي بن لادن اصلي کاميابي هغه وخت تر لاسه کړه کله چي دحجاز مقدس له مديني منوري څخه تر جدي پوري دعمومي شاهراه لويه او ګټوره ټيکه لاسته ورغله . دا د قسمت خبره وه لومړى يوې بهرنۍ کمپنۍ ددۍ لويي پروژۍ دتعمير او تکميل معاهده لاسليک کړې وه، خو د څه موانعو په وجه يې ونه شواى کولاى تر څودا ستره پروژه پر مخ بوزي . له دې وروسته بن لادن په ټوله سيمه کښي شهرت پيدا کړ. هغه ته د اوږدو سړکونو، هوائي ډګرونو څخه نيولې تر غټو، غټو عمارتونو، دولتي ودانيو، دفترونو، نورو تعميراتي او ساختماني ټيکو پوري په لاس ورغلي.د بن لادن کمپنۍ په ټول سعودي عرب کښي د ساختماني معيار ښه نوم وګوټ او له اوردن څخه نيولي تر خليجي راس الخيمې پوري يې ډيري ستري د تعميراتي ټيکو پروژي په ډيره ښه توجه او ډير اعلى معيار وسپارلي.

بن لادن په ټوله دنيا کښي کار پوه او تجربه کار انجينران په ډيرو لوړو تنخواګانو ددې لويي کمپنۍ لپاره را دعوت کړل. دا وجه وه چي په ١٩٦٠م لسيزه کښي د بن لادن کمپنۍ يوازي په عربوکښي نه بلکه په ټوله دنياکښي تر ټولوکمپنيو معياري ساختماني کمپنۍ جوړه شوه. لاکن په ١٩٦٦ م کښي يوي دردناکي حادثي دا هرڅه بدل کړل او ددې ستري کمپنۍ شب روزمحنت کش بنيانګذار(محمد بن لادن) خپله ځاني الوتکه وغورځيده او د نوموړي روح په ډير ارمان والوته.

درقيب نصيب له لاسه دهستۍ ځمکه اغزي سوه
دخالــــــــــــــــــق پر لمن ځانته خپل ملکونه جوړومه
(جهاني)

دا هغه وخت ؤ چي شاه فيصل د سعودي عرب وليعهدؤ. شاه فيصل د بن لادن په مرګ وژړيد او دهغه مرګ يې دخپل ښي لاس د پريکون مرادف وبلل. دا بيا بېله واقعه ده چي دمرحوم شاه فيصل او مرحوم جنرال ضيا الحق چي واحده کړنلاره يې درلوده په قتل کښي د کومو حکومتونو او د کومو جاسوسي کړيو لاس ؤ.

مرحوم شاه فيصل د بن لادن کمپنۍ له نژدي څارله ترڅو په ١٩٧٠ م کښي دمحمد بن لادن ځوان اقتصاد پوه زوى اسامه بن لادن د کاروباري فرائضو د لا بهتر انجام لار ونيوه. داسامه بن لادن په رهنمايي دبن لادن کمپنۍ يوځل بيا د لويوساختماني پروژو د ټېکو لړۍ پيل کړه او د لا زياتي ترقي په لور وخوځېده او دنورو سترو کاميابيو مهم پړاو يې ووهل. په دي ترتيب سره ميليونر(بزنس مين ) تاجرد خپل خاندان ژوند او د بن لادن کنسټرکشن کمپنۍ نظام په ډيره اعلى سويه وځليده .

ډير وخت وروسته په دسمبر ١٩٧٩م کښي يوه عجيبه او غريبه واقعه را مينځ ته شوه او دشوروي اتحاد کثيف ماهيت د کمونيزم په خونخوار منشور په اسلامي افغانستان وحشي يرغل وشو او يو لک څلويښت زره وحشي روسي فوځونه افغانستان ته ننوتل، چي اتل قهرمان او مجاهد افغان ملت يې دهميش په شان په ډير اسلامي غيرت او فطري ميړانه په وړاندي سنګر ونيو. ځوان ميليونر مبارز اسامه بن لادن چي په ١٩٥٧ م په پلازمېنه رياض کښي له سعودي تبعه مور څخه زيږدلي او د اقتصاد دپوهنځي وروسته يې دتعميراتي ضرورتونو په وجه په بمونو دغرونو الوزولوکښي خاص مهارت حاصل کړى وو چي، کله دا بوږنوونکي واقعه واوريده نو يو طرفته په شرق ميانه کښي د امريکا په مخامخ ملاتړ د اسرائيلو په هغه ظلمونو، وحشتونو چي له صوماليه څخه نيولې تر سوډان، لبنان، سوريه پوري دټولي سيمي په خاص ډول د فلسطين مظلوم مسلمانان، ښځي، ماشومان چي هره ورځ له زرګونو وحشتناکو واقعو سره مواجه او د اسلام دښمن مغضوب ترين يهودي قوم چي د مسلمانانو په اوله قبله(بيت المقدس، مقام المعراج) باندي قابض دي. له بلي خوا د کمونيزم د وحشي طوفان (چي ٢٩ اسلامي هيوادونه يې په خونبار يرغل تسخير او د ماورا النهر پينځه اسلامي رياستونه ( تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان،قرغزستان) چي له پيړيو، پيړيو څخه د اسلامي علومو د ثقافت او عظمت د زانګو ګانو حيثيت ساتلي او دجليل القدره محدثينو، مفسرينو، فقهاو متکلمينو، مسلم ساينس پوهانو، مشهوروعلمي شخصيتونو سياسي، فوځي رهبرانو، او با برکته او لياء الله د پدايښت ميني او دعلمي تحقيقاتو خزانې وې او د روسي زبر ځواک په مزموم يرغل سره يې د فارسي او عربې رسم الخط او ادبېاتو پر ځاى روسي رسم الخط او روسي کرغيړن کلتور مسلط او د قرآن کريم په طباعت اواشاعت بنديز لګيدلي ؤ)په لا وسعت او ګړنديتوب او په کمونستي مفکوره يې دديرشم اسلامي افغانستان د پاک او مجاهد حريم په يرغل سره دزړګوټي په رګونوکښي وينه ګرمه او په غورځيدو شوه او د مليونر زلموټي اسلامي جذبات داسي راوپاريدل چي شاهانه ظاهري مطمئين ژوندون يې ترک او دګڼ شمېر خوږو يارانو (مجاهدينو) سره په ډير لوى زړه اولوړ همت تورو غروته کفن په سر له کوره ووت او د سپيڅلې مبارزې افتخاري ډګر (افغانستان) لومړيو تودو جهادي سنګرونو ته ورسيده.
توري ډېري دي خو زړه د خالد غواړي
ته خـــالد بن وليد شـــــه جهان ستا دى
ددي جذباتو په اړه ١٤ کاله وروسته، اسامه بن لادن انډپينډنټ اخبارته وويل: زه ډيرپريشان شوم اود مسلمانانوپه درد مي واقعي ځان دردمند اوملکف احساس کړ اودمجاهدينوسنګرونو ته ورسيدم.
رښتيا دايوڅرګند واقعيت دى، ښاغلي بن لادن ته به ضرور ديو اسلامپاله زيرک مبارز په څېر دا معلومات وو اوکوم وخت به يې ضرور د اسلامي رياستونو هغه پړقيدونکى اسلامي تاريخ مطالعه کړى وي چي دکمونيزم له لوري د اسلامي علومو دعلمي تحقيقاتو د ارزښتمنو خزانو په يرغل د ټول جهان مسلمانان په ډير لوي امتحان کښي ولويدل. چي په داسي شرائطو کښي د هر با احساسه مسلمان لپاره سکون اوعيش، ذلت او زهرقاتل بلل کيږي .
يا تن رسد به جانان- يا جـــــان زتن برايد
هغه مجاهدځلمي به په وسطي ايشيا کښي د اسلامي علوموفنونو د تاريخي،علمي، تحقيقي پانګو د سترونابغه شخصياتو(لکه د فقهي اوحديثو مشهور امام او مجتهد حضرت عبدالله بن مبارک(ترکمنستاني رح) لکه د امام مسلم(رح) استاد محمد بن عبدالله (رح) لکه جليل القدره او تر قرآن کريم وروسته تر ټولو اعلى ترين کتاب(صحيح بخاري) مؤلف امام اسماعيل بخاري (ازبکستاني (رح) لکه د احاديثو مشهور عالم او دمجموعي(جامع الترمذي) مؤلف امام ترمذي(ازبکستاني(رح) لکه ابو الليث سمرقندي، رئيس الشهدا علامه مرغياني، علامه سکاکي(ازبکستاني) رحمة الله عليهم . لکه دعلم کلام مشهور امام ابو منصور ماتريدي سمر قندي(رح) لکه د تصوفو نقشبنديه سلسلي پير او مشهور ولي الله خواجه بها ؤالدين نقشبندي سمرقندي(رح) لکه ابو نصر فارابي حکمت پوه، ابن سينافلاسفر او الغ بيګ فلکيات پوه) په ټولو اسلامي خدمتونو اوکار نامو خبر وو چي دکمونيزم د وحشي دستور له مخي يې دا هرڅه په اور اودودو والوزول شوو. د حج څخه منع شول، دخداى تعالى په نوم اخستو بنديز ولګېد، مسجدونه وران او په ځاى يې سينما ګاني جوړي شوې او د امامانو هغه مدرسې چي ٤٠ زره اسلامي زده کوونکو خالصتاً د امام بخاري په درسګاوو کښي مجاناً تعليم حاصلول، په نايټ کلبونو او تفريح ځايونو بدلي شوې، په ليږ پاته مساجدوکښي په اذانونو بنديز عائد شو، لمونځ کوونکي په محصول ورکولو مجبور شول، محصول ورکونکي دينداره مسلمانان سرمايه دار وبلل شول او راز، راز شکنجو مجازات چي وروسته يا په بې رحمي شهيدان يا د سايبريا په سوړ جهنم کښي( چي منفي درجه حرارت يې ٤٠ درجې ده) جلا وطن او په مهاجرت مجبور او په ځاى يې روسان اباد شول. چي له دې ټولو وحشتونو سره سره يې زړونه يخ نه شوو او هنوز يې د غزنوي،غوري،سوري،ابدالي،هوتکي،ايوب خان،اکبرخان غوندي تاريخي غازيانو په ټاټوبې يرغل وکړ او دمنځنۍ اسيا د يو بل هميش تارخ ساز ملک (افغانستان) د ٩٩ فيصده مسلمانانو دديانت، عقيدې، ننګ،حيا او تمدن د لوټ په فکرکښي شول.
په هر حال په ټول افغانستان کښي د روسي وحشت په وړاندي سنګرونوکښي ګرمه جګړه روانه وه. دروسانو په خلاف په ١٩٨٦ م کښي د امريکا رئيس جمهور رانلډ ريګن او دسي آى اې مشر (وليم کيسي) هم داسي غوښتل او داسي ذريعو په تلاش کښي وچي په واسطه يې بې دريغه ډالر تقسيم او دهغوي په جذباتو روسان زيانمن کړي .
وليم کيسي ٣ مهم اقدامات تر سره کړل :
١- دشورويانو په خلاف دجنګ تيز ول .
٢-دامريکا د کانګرس په سلا افغان مجاهدينو ته ٩٠٠ اسټنګر توغندي سپارل د استعمال ټرينينګ ورکول .
٣- دسي آى اې او د آى ايس آى په مشترک پلان په تاجکستان او ازبکستان کښي په ګوريلائي عملياتواتفاق او عملي کول.
له اسامه بن لادن سره هغه هرڅه موجود وو چي يو رهبر ته ضروري دي .له هغه سره بې شميره داسي وسائل وو چي د روسانو په خلاف له مجاهدينو سره اوږه په اوږه وجنګيږي . داسي ويل کيږي چي کـــــله بن لادن د ٦٠ کلو په عمر په يوه حادثه کښي ووژل شو، نو اولاد ته يې په ميراث کښي ١٠ بلينه ډالر پاته شول او دمحمد بن لادن دکورنۍ واک او سر پرستي د اسامه بن لادن په لاس کښي ولويده چي هغه دنيا په دوه حصو(اسلامي او غربې) تقسيم کړې وه. استعمار ګران او غربيان د اسلام او مسلمانانو دښمنان بولي او ددې اسلام دښمنه ځواک مشري د امريکا په غاړه بولي. اسامه بن لادن له سعودي عرب څخه په خپلو وسائلو سمبال په سلګونوځوانان افغانستان ته دجهاد لپاره راوبلل دپاکستان په پيښور ښارکښي يې غټ غټ دفترونه در لودل چي دنورواسلامي تنظيمونوسره يې کافي مرستي کولې او په صحي څانګه کښي يې هم بې توپيره دټولومجاهدينو خدمت کول. دپاکستان فوځي مشر جنرال ضياء الحق هم په دې کوشش کښي ؤ چي پاکستان د اسلامي دنيا مخکښ ؤنوموي او د مسلمانانو توجه پاکستان ته واړوي . دسعودي عرب د استخباراتو مشر شهزاده ترکي او دپاکتسان د اى ايس اى مشر جنرال حميدګل ديو مشترک نصب العين پاليسي اختيار کړه او دجهان مسلمانانو لپاره يې په سياسي مطلب دهر راز اسانتياووکوششونه کول . دسعودي حکومت د امريکا دانتليجنس شبکوپه توسط له مجاهدينوسره هر راز مرستي کولې.
په ١٩٨٤ م په پيښورکښي(چي بهرنيو مجاهدينو خپل دوهم کور بلل) فلسطيني مجاهد او ديني عالم شهيد عبدالله عزام، شيخ اسامه بن لادن، شهيد ابو حفص، ايمن الظواهري او داسي نورو مخورو مجاهدينو په هڅو د مرکز خدمات په نوم يوه ځانګړې ټولنه جوړه شوه چي سعودي انتليجنس،هلال احمر، او دټولي عربي نړۍ شهزاده ګانو اوعامو شتمنو مسلمانانو ورسره کومکونه کول او ددي مرکز لخوا تقسيميدل. شهيد ډاکټر عبدالله عزام له سياف او حکمتيار سره ښي ژوري اړيکي لرلې. له اسامه بن لادن سره دجدي په پوهنتون کښي يوځاى زده کړه کړي وه . بن لادن دمخلص مجاهد قائد او رهبر په سترګه ورته کتل. مشهور فلسطيني مجاهد(ډاکټر عبدالله عزام) چي ډير کلونه يې د افغانستان په خطرناکو معرکو کښي برخه در لوده او د افغانستان دجهاد په موضوع يې په عربي ژبه ډيرتحقيقي تصانيف نشر شوي چي(آيات الرحمن في جهادالافغان) په محير العقول واقعاتومشتمل دى. هغه اتل مجاهدخپل ټول ژوند دجهاد لپاره وقف کړى ؤ. په وروستيو وختونوکښي چي کله د مجاهدينو د مشرانو ترمنځ اختلافات زيات شول، نو ښاغلي عزام په ډير صداقت د مصالحت کوششونه جاري وساتل خو بهرني تروريستي کړيو د مجاهدينو اتفاق نه غوښت او بې له ځنډه يې په ٢٤ نوامبر ١٩٨٩ م د جمعې په ورځ په پيښورکښي له دوو زامنو سره دبمي بريد ښکار او په شهادت ورسيدل .( انا لله وانا اليه راجعون)
له هغه وروسته رسماً اسامه بن لادن د بهرنيو مجاهدينو د رهبر وظيفه په غاړه واخيسته. ښاغلي بن لادن له ١٩٨٠ تر ١٩٩٠ پوري په افغانستان کښي دروسانو اودهغوي دکمونستو ګوډاګيانو سره په ډيرو جګړوکښي شرکت وکړ. هغه د مقدس جهاد پر مهال زخمي شوى هم دى.
بن لادن له ١٩٨٢ څخه وروسته په افغانستان کښي دمجاهدينو دخدمت لپاره دخپلي کمپنۍ انجينران، ماشينونه او بلدوزرونه راو غوښتل او په ډيرو ځايونوکښي يي دمجاهدينو لپاره ښي مناسبې لاري او په غرونوکښي سنګرونه ،هسسپتالونه، وسلتونونه، ميلمستونونه او تخنيکي مرکزونه جوړکړل.
په ١٩٨٥ کښي دبن لادن په شمول ګڼوعرب مجاهدمشرانود بهرنيو
مجاهدينو لپاره د القاعده تنظيم نوم کښېښود.
ښاغلي بن لادن خپل وطن ته تر تلو وړاندي د ٤٣ هيوادونو په زرګونو مجاهدينو ته ښه نظامي تعليم ورکړ .
کله چي په ١٩٨٩ کښي دافغانانو وينو رنګ راوړ او روسي فوځونه په ماتي له افغانستان څخه ووتل، په دي وخت کښي اسامه بن لادن خپل وطن سعودي ته ستون او بېرته يې په خپل کاروبار شروع وکړه. او له دې سره، سره دافغان عرب مجاهدينو لپاره چي دننه په افغانستان کښي ديره وو، دنورو خواخوږيو اسلامپاله ګوندونو، ټولنواو کورنيو توجه هم را واړوله او په افغانستان کښي دميشتو مجاهدينو لپاره يې دمالي سرچينو د لټون زيات کوښښونه وکړل. اسامه بن لادن اوس يوازي دبن لادن ترانسپورتي او تعميراتي کمپنۍ مشر نه بلکي د انټر نيشنل اسلامک پرنټ دروشن ضمير قائد په حيث په ټول جهان کښي وپيژندل شو.
دښاغلي لادن اقتصادي، تخنيکي، صحي، نظامي، ترانسپورتي کومکونه دروسي فوځونو په وړاندي دمجاهدينو لپاره ډير زيات مؤثر ثابت شول. يوازي دسعودي دجدي له دفتر څخه شيخ اسامه بن لادن په ډيرو اسلامي هيوادونوکښي دجهادي غورځنګونو مرسته وکړه چي مصر،الجزائر، فلپائن، تونس او يمن يې ښکاره مثالونه دي. داسي ويل کيږي چي دسعودي چارواکوپه دې وجه دبن لادن پاسپورټ له ١٩٨٩ څخه تر ١٩٩٠ پوري په خپل واک کښي اخستي ؤ چي هغه له ساختماني مشغولتيا سره په نوروسياسي خوځښتونو کي هم سر ګرم ؤ.
په هر حال دا دسعودي حکومت خپله پاليسي وه کله چي هـــــــــغه په
افغانستان کښي جهادکول نو دسعودي انتليجنس شبکي شهزاده مشر(چي له بن لادن سره يې پخوا هم دوستي در لوده) او اسامه بن لادن د مسلمه امت له خطراتو ساتلو مشترک نظريات لرل او د ټول عرب ليګ جذباتي ځوانانو په ډير منظم حربي تعليم تربيه او ضروري تجهيزاتو په مهياکولو هيڅ راز اعتراض نه کيده، خو سعودي عرب ته تر تللو وروسته دهغه تګلاره تعقيبېدله.
کله چي په اګست ١٩٩٠ کښي صدام حسين عراقي فوځونه په کوېټ وروخيژول نوداسامه بن لادن لپاره هـــم دحيرت او افسوس خبره وه. بن لادن تر دي يرغل زيات په دي خفه او پريشان ؤ چي دسعودي حکومت د امريکا فوځ ته ددعوت فيصله وکړه. داسي ويل کيږي چي په شاهي خاندان کښي دبن لادن ملګري هغه ته اطمينان ورکړى وي چي هيڅکله به هم امريکائي فوځونه ومقدسو مقاماتو ته نژدي ځاي په ځاي نه شي او چي کله په کويټ دصدام حسين يرغل او تسلط پاي ته ورسيږي نو فوراً به امريکايي ځواکونه بېرته ځي. خو کله چي دصدام حسين فوځونه د څو ورځو شديد مقاومت وروسته بېرته په ماتي له کويټ څخه ووتل او دکويټ حکومت په خپل حال شو، بېا هم امرکايي ځواکونه پاته شول . اسامه بن لادن تقريبا يو نيم کال ددي لپاره انتظار ويوست چي ګوندي امريکايي قوتونه له سعودي عرب څخه ووزي خو داسي ونه شول.
دهغه وخت خبري رسنيو داسي وليکل چي نوموړي په اعلان سره دسعودي حکومت او شاهي خاندان مخالفت وکړ او دسعودي عرب وزير داخله شهزاده نائب ته يې د يو ملاقات پر وخت له اسلام سره دغدار خطاب وکړ او هم يې له عربې علماؤ څخه وغوښتل چي د ٢٠ زره قابضو امريکايانو په ضد دجهاد فتوى صادره کړي چي وروسته يو شمير علماؤ دهغه غوښتنه پوره کړه.
کله چي دسعودي حکومت لپاره د امريکائي ځواکونو دخروج موضوع ناممکنه شوه ، نو په ١٩٩١ کښي اسامه بن لادن له ګڼ شمير هغه مجاهدينو او دسنګر له ملګريو سره د سوډان پلازميني خرطوم ته لاړ چي يوه لسيزه يې د افغانستان د مقدس جهاد پر مهال په يوه سنګر کښي تيره کړي وه.
د سوډان سياسي مشر محمد حسن (الترابي) هم په خرطوم کښي داسامه بن لادن په زړه پوري استقبال وکړ. دا هغه وخت ؤ چي جنرال عمر بشير د فوځي انقلاب په واسطه د اقتدار دوه کاله کيدل او دحسن الترابې نيشنل اسلاميک فرنټ دفوځي حکومت ملاتړى ؤ.
اسامه بن لادن اودهغه عر ب اوعجم ملګريوپه سوډان کښي په مختلفو پلانونوکار شروع کړ. د الهجرة کنسټرکشن اينډ ډويليپمنټ بنياد يې کښيښود او په نورو ډيرو منــــــــصوبو يې کارونه پيل کړل. بن لادن د بحيره احمر واقع بندرګاه پورټ او د سوډان خرطوم د نښلولو نوي هاى وې سړک تکميل او دا راز يې په پوره سوډان کښي جديد بېن المللي هوائي ډګر هم تعمير کړل. دالعقيق نومي کمپنۍ د سوډان د زرعي برامداتو او لاس ته راوړنو کاروبار سمبالول. د الثمر المبارک کمپنۍ دمشرقي سوډان او خرطوم سره نژدي د زرعي مقاصدو لپاره دځمکو د اخستلو لړۍ پيل کړه.
اسامه بن لادن له سوډاني با اثر افرادو سره يو ځاى له سود څخه پرته بانکي سرمايه کاري هم شررع کړه او په خرطوم کښي د الشمل الاسلامي بېنک قائم او فعال کړ.
داسي ويل کيږي چي په خپله اسامه بن لادن د٥٠ ميلونه ډالرو سرمايه ګذاري په دغه بانګ کښي وکړه او د سوډان دځوريدلو خلګو سره يې د همدردي په نسبت په عالمي مارکيټونوکښي په ارزانه قيمت تيل او نور ضروري اجناس اخيستل او د متاثره سوډانايانو سره يې کومکونه کول .
کله چي امريکايان په دې پوه شول چي د بن لادن کمپنۍ په سوډان کښي حيثيت پيدا کړاو دمسلمانانو دښيرازي لپاره کارونه کوي او دغربي انجيوګانو دجاسوسي حيثيت او دبې حيايي د خپريدو مخه نيسي، نو په عمر البشير هم دامريکايانو لخوا فشار زيات شو او په ٧ اپريل ١٩٩٤ کښي دمصر رئيس جمهور حسني مبارک په درخواست او غالباً د انټر پول په درخواست، د سعودي فرمان روا شاه فهد بن عبدالعزيز د اسامه بن لادن سعودي عرب تبعيت سلب کړ او ددې ناوړه عمل سبب سعودي چارواکو دبن لادن هغه رويه وبلله چي دمملکت له مفاداتوسره منافي او له ټولو ممالکو سره دتعلقاتو نقصانوونکي ده.
يو عرب تجارنيويارک ټايمز ته وويل چي له دي اعلان سره په سعودي عرب کښي دبن لادن ټوله شتمني ضبط شوه. څو هفتي وروسته په اخبارونوکښي دا خبره نشر شوه چي بن لادن په لندن کښي هم خپل دفتر خلاص کړى او په ډيرو فيکس پيغامونو په عربې او انګريزي د اسامه بن لادن او دهغه د سر دفتر لاس ليک شوى وي . والله اعلم بالثواب.
په ١٩٩٥ او ١٩٩٦ کښي دامريکا اطلاعاتي او جاسوسي شبکي د بن لادن په لټه کښي وي. ددي تعقيب وجه شايد دسعودي عرب درياض او الخير په بمي بريدونوکښي چي امريکايي فوځيان په نښه شوي وو اوله ښارونوڅخه په وتو مجبور شول، د بن لادن مستقيم يا غير مستقيم اثر، لټول وي . په هغه پيښوکښي په اول ځل په ايران او بيا په حزب الله شک کيده. داسي هم ويل کيږي چي په دي اړه د سعودي حکومت د امريکا د ايف بي آي جاسوسي شبکه د اشتباهي اشخاصو له يوازي او مستقيم لټون څخه منع کړې وي چي وروسته دسي آى اې، لخوا په حکومت دا شک وشو چي هغه په دي پيښو کښي د سعودي حکومتي چارواکو، اسامه بن لادن، يا ديو بل سعودي نژاد ګوند دنه رسوا کيدو کوشش کوي .
په مي ١٩٩٦ کښي ښاغلي اسامه بن لادن له خپلي کورنۍ چي ٣ ښځي ١٣ اولادونه او دکورنۍ نور غړي هم ورسره وو افغانستان ته په يوه چارټر طياره کښي چي د ايران په فضائي حدودو را تېره شوي وه ننګرهار ته ورسيدل او دننګرهار ائتلافي شورى په خاصه پاملرنه د سرخ رود ولسوالۍ په توره بوړه کمپليکس کښي پالل کيده.
کله چي په سپتامبر ١٩٩٦ کښي دطالبانو اسلامي غورځنګ په مشرقي ولايتونوکښي پر مختګ وکړ نواسامه بن لادن د څه وخت لپاره نادرکه شو، خو ديو شمير پخوانيو مجاهدينو په توسط يې له طالب مشر تابه سره اړيکي لرلي. په اګست(١٩٩٦) کښي په اول ځل اسامه بن لادن د امريکايانو په خلاف دجهاد اعلان وکړ او وې ويل چي دظلم وحشت جبر او تشدد ديوالونه دګرمي موسم له بارانه پرته نه ړنګيږي.
اسامه بن لادن په ١٩٩٧ کښي له اميرالمؤمنين م. م. ع مجاهد سره بيعت وکړ او له هغه سره يې ملګري ټينګه او دجګړو ځپلي افغانستان د بيارغاوني په چاروکښي دهمکاري وعده ورکړه چي له دي سره سم ښاغلى بن لادن رسماً د طالبانو په حفاظت کښي شو او په دي اړه يې خاصه توجه وکړه خو سي آى اې د بن لادن په پلانونو او د اسلامي نړۍ له نورو مجاهدينوسره په تعلق نظر ساتل او ددې کار لپاره يې يو مخصوص ګروپ وټاکه .
په اګست ١٩٩٦ کښي د امريکا وزرات خارجه يو اعلان خپورکړ چي بن لادن په صوماليه، مصر، سوډان، يمن او افغانستان کښي دمجاهدينو لپاره د تربيت کيمپونه فعال کړي او ټوله مالي مرسته يې بن لادن کوي .
په اپريل ١٩٩٦ کښي بل کلنټن دتروريزم خلاف قانون لاسليک کړ چي له مخي يې په امريکا اوجهان کښي دمسلمانو تجارانو او خيريه ټولنو د دارائي دضبطولو جواز اواختيار پيدا کړ. ددي پريکړي له مخي په لومړي ځل د ميليونر مجاهد ښاغلي بن لادن ٣٠٠ ميلونه ډالر ضبط شول.څو مياشتي وروسته دمصر استخباراتي چارواکو وويل چي بن لادن په افغانستان کښي د١٠٠٠ مختلف تبعيته مجاهدينو دتربيت چاري په غاړه اخستي چي، په عربي ملکونوکښي داسلامي انقلاب راوستو لپاره کار تري واخلي .
د ١٩٩٧ په اوائلوکښي سي آى اې يوه ډله ضمير فروشان او داړه ماران پاکستاني لنګ ماران او غرب پلوه افغاني سګ شويان پيښور ته وليږل تر څو بن لادن له افغانستان څخه لاس تړلي راولي خو ونه توانيدل . په پيښورکښي دامريکايي اقداماتو د مسئولو چارواکو په نظر اسامه بن لادن دتاريخي کندهار ومحفوظو حدود ته تللي ؤ چي دامريکايانو او نورو احسان فراموشه عنـــــــاصرو دا پلان هم ناکام او
ډالر يې هضم کړل.
په ٢٣ فبروري ١٩٩٨ په خوست کښي(چي دجهاد پر مهال هلته دبن لادن په مشرى دعرب مجاهدينو جهادي غنډونه لرل) دالقاعده تنظيم مربوطو ټولو ډلو دبين المللي اسلامي فرنټ له طرفه يو منشور خپور کړ چي د يهوداو نصارا په خلاف دجهاد اعلان وشو. په دې منشور کښي ويل شوي ؤ چي امريکايانو ٧ کاله کيږي د اسلامي ملکونو په مقدسو مقاماتو رسماًيرغل کړى او دهغو سيمو ټول وسائل اوطبعي زيرمي يې لوټ کړي دي . په مربوطو واکمنوحکمونه چلوي، عوام شرمنده کوي او په ګاونډيانو بلوسي اوخپلي هوايي اډي د مسلمانانو په ضد دجنګونو وسيله ګرزوي . په دي اجلاس کښي داسي فتوى جاري شوه چي امريکايان او اتحاديان که هغه نظامي وي که ملکي وي، وژل يې په هر مسلمان فرض دي . او دا فرض ادا کول که په کوم هيواد کښي ممکن وي بيادي هلته ادا شي. بن لادن چي کومه نوې پاليسي غوره کړه دهغې له مخي يوازي دسعودي شاهي خاندان اوامريکايان هدف نه وو، بلکه هغه دټول شرق ميانه ازادول مقصد وبلل .
کله چي په ١٩٩٨ کښي په عراقي مسلمانانو امريکايي فضائي حملې زياتي شوې نو يو ځل بيا بن لادن دټولي نړۍ مسلمانانو ته وويل چي دامريکايانو او انګريزانو مقابله وکړئ. له هغوى سره وجنګيږي او هغوى هلاک کړئ .
په ٧ اګست ١٩٩٨ په افريقائي براعظم کښي دامريکا په کينيا او تنزانيا سفارتونوکښي چاودني وشوې او ډير ځاني او مالي تلفات ورسيدل.په داسي حال کښي چي ددي چاودنو په هکله د پلټونکو تحقيقات لا مکمل نه و او له واقعاتي شهادتونو ماسوا هيڅ هم نه وو موجود او واقعاتي شهادتونه له واقعاتو اخستل شوي ووخو د امريکا وزارت دفاع او نورو دجاسوسي ادارو افسرانو وويل چي له موږ سره پوره شواهد شته، تحقيق روان دى، دمخصوصو ادارو په وينا مجرم صادق هويدا(چي له نيوربې څخه يې وکراچي ته په جعلي اسنادو سفرکول او دپاکستاني دوستانو لخوا امريکا ته حواله شوى) دچاودنو دپلان يو مهم غړى او له اسامه بن لادن سره تړاو لري . ددي ناقص استدلال پر بنا ١٣ ورځي وروسته په ٢٠ اګست ١٩٩٨ امريکا دکراچۍ له سمندري بندرڅخه ٧٥ کروز او ټام هاک ميزآئيل دخوست په البدر، خالد بن وليد، معاويه،او جند الله کيمپونو او دجلال اباد او سپين غره په لمنوکښي دبهرينو مجاهدينو په کمپونو وويشتل چي په نتيجه کښي دري يمني، دوه مصري، يوسعودي،يو ترک ٧ پاکستاني دحرکت المجاهدين غړيو په شمول ٢٩ نفره افغانان په شهادت ورسيدل . په دي ورځ د کيمياوي وسلو جوړ ولو په شک امريکايانو په اسلامي هيواد سوډان کښي د داروګانو په يوه کارخانه هم دتوغنديوحمله وکړه چي ګڼ شمير بې ګناه ښځي او ماشومان په شهادت ورسيدل.
په نوامبر ١٩٩٨ کښي دامريکا حکومت دبن لادن دسر قيمت ٥ ميلونه ډالر انعام اعلان کړ. له دي اعلان وروسته ددنيا هرانسان د اسامه بن لادن له نوم سره اشنا شو. بن لادن ددي اعلان په ځواب کښي وويل چي غربيانوپه ټوله دنيا دباداري دعوه کړې، له هغوي سره دښمني کول دهر مسلمان فرض دى .
د کلنټن اداري په امريکايي سفارتونو تربمي حملو وروسته په څو
هفتو کښي په اسلامي نړۍ کښي د امريکايي مفاداتو پر خلاف دهري حملي مورد الزام اسامه وبلل.
دنيويارک يوي محکمي د اسامه په خلاف فيصلي وروسته ١٩٩٣ کښي په ميګاديشو او صوماليې کښي ١٨ وژل شويو امريکايانو، په ١٩٩٥ کښي په رياض کي د ٥ امريکايانو په ١٩٩٦ کښي په ايران کي د ١٩ امريکايانو دوژل کيدو پړه پر اسامه بن لادن ورواچوله. په ١٩٩٢ کښي دعدن په چاودنوکښي.په ١٩٩٣ دورلډ تريډ سينټر په چاودنو کښي چي رمزي يوسف يې مجرم بلل شوي په ١٩٩٤ کښي فلپاين کي دکلنټن دقتل په پلان کي،په ١٩٩٥ م کي ددولسو ملکي امريکايي طيارو په انفجارکښي دمصر رئيس جمهور په وژلو، دپوپ امريکايې الوتکه په بم الوزولوکښي، په پاکستان کي دمصر په سفارت کښي دبم په چاودنو او داسي نورو ډير پيښوکښي اسامه بن لادن مخامخ يا با لواسطه او په مالي مرسته متهم کړ. که څه هم اکثره امريکايي کار پوهانو په دې ټولو پيښو کښي دهغه د لاس لرلو په هکله په حکومتي پاليسي شکمن وو او په دي پوهيدل چي د بل کلنټن اداري د کلنټن او مونيکاليونسکي په جهاني مطبوعاتو د جنسي تعلقآتو دسيکس سکينډل خپريدوڅخه دتوجه اړ ولو او د تروريزم د واقعاتو په نامعلوم وجه يې ټول بار د ميلونر مجاهد اسامه بن لادن په سر واچول ،حتى ډيرو اخبارونو د کلنټن عملياتو ته دمونيکا ليونسکي اپريشن نوم ورکړ.
په هرحال اسامه بن لادن اوس دشاهي کورنۍ د بعضي اشخاصو په شمول په ټوله اسلامي نړۍ کښي خواخوږي لري .
دبن لادن کمپنۍ دکعبې،حرم شريف اومسجد اقـــصى دپراخولو او
په ډيروځايونوکښي دمساجدو او مدرسو جوړلو او دجهان له مظلومو مسلمانانو سره په همکاري کولو دهر مؤمن په زړه کښي يو ډير محبوب ترين او هيرو شخص دى .
کله چي هغه په سعودي عرب کښي او بيا په خر طوم کښي دنصيحت او اصلاح په چوکاټ کښي ځوانان د عيسايانو له شوموعزائمو داګاه کيدو او دديني مسئوليت له مخي د امر با لمعروف او نهي عن المنکر چاري پر مخ وړي او دمصر ،يمن په شمول سعودي عرب پرې خفه شول ،نو دا محبوبيت دوه چنده شو، خو کله چي دعربي نړۍ مستعمره واکمنانو او امريکايانو لخوا په سوډان فشار زيات شو او امريکا په خرطوم کښي دخپل سفارت دخلاصيدو شرط له خرطوم څخه د بن لادن ايستل کيښود نو بيا د مسلمانانو په زړونو کښي داسامه بن لادن محبوبيت درې چنده شو.خو د افغانستان د اسلامي امارت په مجاهد حريم( خوست او جلال آباد) کښي دمجاهدينو په مرکزونو د امريکائي توغنديو حمله او دهغه پُر اسرار شخصيت د سر قيمت ٥ ميلونه ډالر ايښودلو سره ددي مجاهد اتل د قدر او احترام د محبوبيت وزري درازي او څلور پينځه چنده لوړ پرواز يي وکړ.
دښاغلي بن لادن له نژدي ملګريوڅخه د مصر د الجامعة الاسلاميه مهتمم نابينا ديني عالم اسير شيخ عمر عبدالرحمن، دهغه درې زامن، ډاکټر ايمن الظواهري، شهيد ابو حفص، شهيد محمد عاطف، ابو ايوب المصري،ابوزبيده، شهيد محمد عطا،ابومعصب الزرقاوي ، المهاجر او داسي نور شهيدان اسيران او برسر پيکار مبارز مجاهدين دي.
کله چي په فبروري ١٩٩٩ کښي سي آى اې يوه اعلاميه خپره کړه او ويې ويل چي بن لادن د القاعده ډلي له لوري د سټلايټ واسطي کوم نظام جوړ کړي دهغه له مخي داسي معلوميږي چي بن لادن دټولي نړۍ له اسلامي تحريکونو سره ښې ژوري اړيکي لري.
په ٢٠٠٠ ميلادي کال کښي دتروريزم ضد مبارزي لپاره(چي په اصل کښي دمسلمانانو د سرکوبې او له منځه وړلو يا غلامان جوړه ولو پلان ؤ) ٦٧٧ ميلونه ډالر منظور شول چي له دي سره دانسداد دهشت ګردي په منظور د ايف بي آى جاسوسي شبکې بجټ (اخراجات) له ١٨٠ ميلونه ډالروڅخه ٢٨٦ ميلونو ته ورسيدل دي شبکي په ټوله نړۍ کښي د اسامه بن لادن د څرک لګولو لپاره٦٥٠ ځانګړي ايجنټان په کاروګمارل چي دا شميره تر ١٩٩٩ دوه ځله زياته بلل کيږي .
اکثر سياسي کتونکي په دي نظر دي چي په افريقا کښي له چاودنو وروسته او د امريکايانو دوحشت او تشدد په نتيجه کښي دصادق هويدا د مجبوري اعتراف په سند ګرزولو د امريکا او داسامه بن لادن دپالونکو طالبانو ترمنځ تعلقات زيات مخ په خرابېدو شوو. دا ځکه چي طالبانو غربي ټولني او سعودي عرب ته د بن لادن په اړه يوه پاليسي غوره کړي وه. کله چي په طالبانو د امريکا له لوري فشار زيات شو، نو طالبانو قاطع ځواب ورکړ او دا يې ورته وويل چي اسامه بن لادن زموږ ميلمه او دميلمه له کوره ايستل د افغاني رواياتو خلاف کار دى .
د امريکا حکومت دميډلائن البرايټ په هڅو بار بار دا پيشنهاد هم وکړ چي که بن لادن غرب ته وسپارل شي نو د اسلامي امارت په رسميت پيژندلو به له سره غور وکړي. خو طالبان دا راز سودا بازي ته تيارنه شول او په دي کار (دطالبانو په دريځ) ټوله دنيا حيرانه شوه او ويل يي چي دتعجب خبره ده، طالبان يو طرف ته له شمالي اتحاد سره په جګړو بوخت دي بل طرف ته له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي خو بيا هم دسپر پاور طاقت دهر قسم فشار پروا نلري . بلاخره په فبروري ٢٠٠٠م کښي غربي نړۍ طالبانو ته وويل چي يادي اسامه بن لادن امريکا ته تسليم کړي او يا دي د امريکا وګذار ته تيار شي. له دي وروسته د افغانستان اسلامي امارت اعلان وکړ چي اسامه بن لادن نادرکه شوىاود اسلامي امارت چارواکي دهغه په اړه هيڅ راز معلومات نلري، خو د امريکا حکومت دملي امنيت ايجنسي دا ونه منل او زياته يې کړه چي د اليکراند جاسوسي سيارتي ماشينونه په ورځ کښي څو ځلي د ځمکي دهري برخي تصويرونه اخلي دهر قسم نقل اوحرکت او دهر قسم جديد ترين مواصلاتي پيغام د رانيولو را کشفولو صلاحيت لري، دهغو معلوماتو په استناد داسي معلوميږي چي اسامه بن لادن اوس هم په افغانستان کښي دى.