کور / تازه خبرونه / افغانستان له كاناډا څخه په يوه منډه وګټله

افغانستان له كاناډا څخه په يوه منډه وګټله

د افغانستان د كركيټ ملي لوبډلې كاناډا ته د نړيوالې يوې ورځنۍ (لړۍ) په لومړۍ لوبه كې ماته وركړه.
دغه پنځوس اووريزه لوبه چې نن د دوبۍپه شارجه سټوډيم كې پيل شوه د لوبې په سر كې پچه كاناډا وګټله او افغانستان ته يې د توپ وهلو بلنه وركړه.
افغانستان د توپ وهلو پر مهال د شپږو لوبغاړو په سوځېدو دوه سوه او نه اتيا منډې جوړې كړې.
خو د كاناډا اته لوبغاړي وسوځېده او يوازې په يوه منډه يې لوبه وبايلله، او دوه سوه اته اتيا منډې يې جوړې كړي.
د دې لړۍ دويمه لوبه به سبا نه بل سبا تر سره شي.