کور / اسلامي / د انساني ورورولئ حقوق

د انساني ورورولئ حقوق

ټول  انسانان  د خداى   پاك  مخلوق  ګڼل كيږي  او په همدې خاطر له يو بل سره د  انساني  ورورولئ اړيكې  لري .


د اسلام مبين دين د انساني ورورولئ حقوق  ټاكلي دي او له مسلمانانو څخه يې غوښتي دي چې ددغو حقوقو  احترام  وكړي او هغه  د اسلام د مبين دين  له احكامو رسره سم پر ځاى كړي .


عدل او انصاف :  


هرچا ته ښائي چې له انسانانو سره له عدل او انصاف څخه كار واخلي  او په دې لار كښې له قومي،  مذهبي او ژبني  عداوتونو، دښمنيو  او تعصباتو څخه  له  كار   ا  خستلو ډ ډه وكړي  .  


خداى پاك په قران كښې فرمائي :


و لا يجرمنكم شنان قوم ان صدوكم عن المسجد الحرام ان تعتدوا * و تعاونوا على البر و التقوى * ( المائدة :2)


هغو خلكو چى تاسى يى له مسجد الحرام  څخه منع كولى  پام چې د هغوي دښمني  تاسې دې خبرې ته آماده   نه كړي يعنې تاسې دى ته ونه هڅوي   چه تاسې له خپل حد څخه  تجاوز وكړئ (  عدل او انصاف  پريږدئ )   ، تاسې په هر حال په نيكئ او پرهيزكارئ  د يو بل مرسته او مدد كوئ او په ظلم او زياتئ كښې مدد مه كوئ.


په شپږم هجري  كال  حضرت محمد (ص) له (1500) اصحابو سره د ذي القعدې په مياشت كښې د عمرې د ادا كولو په خاطر  له مدينې منورې څخه  د مكې معظمې په لور روان شو . كله چې دوي ( حديبې ) ته ورسيدل نو  مشركينو  له دغه اسلامي عبادت څخه  دوي  منع كول . مشركينو نه د احرام ، نه د كعبې شريفې  او نه هم  د نورو مقدساتو لحاظ او حرمت ساتلو .  حضرت محد (ص) او دده اصحابو كولاى شول او دا حق يې درلود چې د مشركينو د ظلم زياتي او وحشي توب په مقابل كښې له غضب او غصې څخه كار واخلي  او خپله دښمني ښكاره كړي   خو څرنګه چې   په  اسلام  كښې  محبت او عداوت دواړه په عدل او انصاف ولاړ دي  نو دوي  دا كار ونه كړ . . په قرآن پاك كښې  مسلمانانو ته دا حكم شوى دى چې د ظالمانو او جابرانو  په مقابل كښې ښائي له جذباتو  څخه كار وا نه خستل شي دا ځكه چې انسان هم د محبت په وخت كښې او هم د عداوت يعنې دښمنئ په وخت كښې  احساساتي كيږي  ،   د خپل حد له دائرې څخه بهر وځي او بيا ځان نه شي اداره كولاى  نو په همدې سبب  خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمايلي او له  مسلمانانو څخه يې غوښتي دي چې  ” پام چې  د دښمنانو سخته دښمني   تاسې   دې ته اړ نه باسي  چې عدل او انصاف له لاسه وركړئ .”


    خداى پاك همداشان له خپلو مومنو بندګانو څخه غوښتي دي چې   تل په تقوى او پرهيزكارئ  کښې  د يو بل مرسته او مدد وكړي ، او  نه   ښائي چې  په ظلم  ، زياتي او د ښمنئ  كښې  د يو بل مدد وكړ ي.”


ددې خبرې تفسير داسې دى چې كه فرض كړئ يو سړى  ډير احساساتي شي  او په ډير جوش   سره په چا تيرى وكړي  نو دداسې يو سړي مخه نيول  تدبير غواړي ، او  تدبير دا دى  چې    دده  د ظلم  او زياتي  تائيد ،   او په دې برخه كښې دده  مرسته او مدد ونه شي   بلكې  ښائي په نيكئ او تقوى سره ده ته لارښونه وشي او د بې عدالتئ مخه ونيول شي.


ډير داسې حالات ليدل كيږل چې  يو مسلمان  په بل  مسلمان ظلم كوي او دريم مسلمان  يې تماشه كوي . دريم مسلمان ته ښائي چې د ظلم او زياتي مخه ونيسي او  دواړو ته  له  عدل او انصاف څخه په استفاده د نيكئ  لار ښونې وكړي .


حضرت محد (ص) مسلمانو ته  ډير نصيحتونه كړي ، چې له هغو نصيحتونو څخه يو دا  نصيحت دى چې :


له يو بل  سره له كينې څخه كار مه اخلئ ، له يو بل سره ښه سلوك او چلند كوئ ، له يو بل څخه مخ مه ګرځوئ ،  له يو بل سره ورورڼه وسئ او د خداى بندګي كوئ .(بخاري )


حضرت محمد (ص) فرمائي :


تاسې د ځمكې د پاسه په خلكو رحم وكړئ ، د آسمانونو خاوند به له پاسه  په تاسې رحم وكړي .” ( ترمزي )


بل ځاى  فرمائي :


څوك چې  رحم نه كوي په هغه باندې رحم نه كيږي .(  بخاري )


له انسانانو سره ښه كول او د هغوي  خيرخواهي  د اسلامي تعليماتو يو اساسي برخه  او ركن  ګڼل كيږي. 


هغه مومن به څنګه مومن وي چې د خير خواهئ احساس ونه لري ، هغه مومن به څنګه مومن وي چې  انساني همدردي يې د زړه په كور كښې ځاى ونه لري. 


حضرت محمد ( ص) فرمائي :


” هغه مومن نه دى چې د ځان د پاره يو څه خوښوي  او هغه د خپل ورور دپاره نه كوي .” ( بخاري او مسلم )


مسلمان هم انسان دى او غير مسلمان هم انسان دى ، د  دواړو تر منځ د انساني ورورولئ  روابط دي  .


نن سبا ليدل كيږي چې  په مسلمانانو باندې د  غير مسلمانانو  له خوا ظلم زياتى كيږي . مثالونه يې په افغانستان ،  فلسطين ، عراق او نورو اسلامي هيوادو كښې ليدل كيږي .  دا ولې ؟ هوا ! دا ځكه چې انساني ورورولئ ته څوك توجه نه كوي  د انساني همدردئ او  ورورئ په ځاى شخصي  او اقتصادي ګټو ته ترجيع وركول كيږي.


په غزه كښې د اسرائيليانو له خوا د فلسطين خلكو ته د مرستو او  كمكونو په كشتۍ  يرغل وشو ،  په لس هاو انسانان ووژول شول . دا د يهودانو له خوا د فلسطين په خلكو ظلم زياتى ګڼل كيږي . د امداد په كشتئ كښې  شا او خوا د 22 هيوادو   استازي  وو ، په دې كښې د تركيې ، كويت ، سعودي عربستان ،  متحده  اماراتو ، د اروپائي ، افريقائي   او نورو هيوادونو  وكړي  هم شامل وو ، دوي د انساني همدردئ پر اساس د فلسطين  مظلومو خلكو ته   مرستې  رسولې ، په دې مرستو كښې ، دوا درمل  ،  جامې  او د انسانانو د ورځني احتياجاتو شيان وو ، په دې مرستو كښې وسلې نه وې ، په دې مرستو كښې د انسان وژني وسايل نه وو ، په دې مرستو كښې داسې څه نه وو چې هغه دانسان د پاره زيان او تاوان ورسوي.


دا يو ښه كار دى ، دا يو انساني عمل دى  ، دا يو انساني خواخوږي ده  چې  يو انسان د بل انسان  د ستونزو او مشكلاتو د حل د پاره  انساني كار او فعاليت وكړي .   ښايي ټول انسانان همداسې وكړي .  خو له بده مرغه يهودان په انساني ورورولئ نه پوهيږي ، يهودان په انساني شفقت او خواخوږئ نه پوهيږي. يهودان  انساني ارزښت  ته قايل نه دي.


نړيوالو ته ښائي چې  له انصاف او عدالت  څخه په استفاده  د  مسلمانانو په  مقابل كښې د   يهودانو د  ضد بشري اعمالو په  وړاندې   عكس العمل ښكاره كړي    او د انصاف او عدالت  په تله كښې د اسرائيلو د حكومت  ټول نا وړه او ضد انساني  اعمال   تول كړي  . كه چيرې داسې ونشي نو بيا به  انساني ورورلي  همداسې  تر پښو  لاندې كيږي اود انصاف او عدالت   تله به  هيڅكله ونه شي كړاى  په دنيا كښې انصاف او عدالت ټينګ او برقرار كړي.


زمونږ په ګران هيواد افغانستان كښې يو انسان د بل انسان په لاس وژل كيږي . طالبان انسانان دي خو ددوي له خوا انسانان وژول كيږي . د ناټو د قواو په ډزو او بمباريو كښې هم انسانان وژول كيږي . دا ولې ؟


هو! دا ددې د پاره چې انساني ورورولئ ته توجه نه كيږي ، انساني ورورولئ  ته ارزښت نه وركول كيږي . هر څوك چې كورې نو د خپلو شخصي ګټو په فكر كښې دي ، هرڅوك خپلې اقتصادي او سياسي ګټې په نظر كښې نيسي . انسان ته څوك نه كوري ،  د انسان قدر او قيمت  ته څوك قايل نه دي. كه  دانساني ورورولئ خيال ساتل كيداى  نو نن به انسانان نه تباه كيدل .


ددې د پاره چې د انساني ورورولئ حقوق په ځاى شوې وي نو دا لاندنئ خبرې ضروري ګڼل كيږي چې  هر انسان يې په نظر كښې  ونيسي..


*   انسان ته د  انسان په سترګه كتل.
* د انسان قدر او عزت كول.
* انسان ته د خداى د مخلوق په حيث احترام كول.
*  له انسان سره د انساني ورورولئ اړيكې ټينګول  او ساتل.
* له انسان سره  له انصاف او عدالت څخه  كار اخستل.
  * د انسان په مقابل كښې له تعصب څخه كار نه اخستل .
* له انسان سره نيكي كول.
* په انسان ظلم زياتى نه كول.
* له انسان سره له كينې څخه ځان ساتل.
* د انسان خير خواهي غوښتل .
* په انسان رحم  او ترحم كول .
* له انسان سره ښه سلوك كول.
*  له انسان  څخه مخ نه اړول.
* له انسان سره انساني همدري لرل.



هر مخلوق  خو  د خداى مخلوق دى په جهان
هغه دي پيدا كړي  انسان     دى كه    حيوان


كوره  تل   انسان     ته د    انسان په    سترګو
تاته به    هم     كوره    نظر   وشي      د انسان  


و ما علينا إلا البلاغ