کابل : طالبان د ملکی خلکو له منځه ډزي راباندی کوی

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 17th, 2010


اسوشیتیډ پریس د کابل رژیم د افسرانو په حواله خبر ورکوی چی په مارجه کی د رژیم د ځواکونو قوماندان محی الدین غوری شکایت کړی چی طالبان د هغسی کورونو څخه نږدې ډزي راباندی کوی چی په کړکیو کی او یا یې پر بامونو ښځی او کوچنیان موږ په سترګو وینو او همدا علت دی چی ګواکی پرمختګ نسو کولای . خو ځیړونکي وایی چی دا خو د همدوی ساتندویان یعنی امریکایان او برتانویان وو چی همدې ملکی خلکو ته یې ډاډ ورکاوه چی د کورونو څخه مه وځی او ژوند به مو ګواکی ژغورلی وی . آیا هغه خبره یې غلطه وه که نننۍ ادعا؟ دا چی پر مخ نسی تللای نو د خپلی ناکامۍ پړه پر بل اچوی .

Copyright Larawbar 2007-2024