کور / تازه خبرونه / اوباما د مارجې په هکله ځانګړې امنيتي غونډه جوړه کړه

اوباما د مارجې په هکله ځانګړې امنيتي غونډه جوړه کړه

سپينه ماڼۍ وايي ولسمشر باراک اوباما د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ د روانو عملياتو د جاج اخيستلو په موخه د کابينې ځانګړې غونډه جوړه کړه.
په دغه غونډه کي په افغانستان کي د روانو حالاتو په هلمند کي د نويو امريکايي عملياتو پر اوسني وضعيت باندي خبري سوي دي.
د سپيني ماڼۍ وياند ويلي په دې غونډه کي د دفاع وزير رابرت ګېټس، خارجه وزيره هيلري کلنټن او د امريکا لوړ پوړى پوځي قومندان جنرال ډيويډ پيټريس شامل وو او د کابل څخه د ناټو عمومي قومندان مک کريسټل او د امريکا سفير آيکن بيري د ويډيو کنفرانس له لاري په دې غونډه کي ګډون وکړ.
د مارجې عمليات چي د دوو ورځو په نيت پيل سوي وو، نن پنځمه ده روان دي، سره له دې چي امريکايي او افغان حکومتونه د برياليتوب دعوه کوي، خو د راپورونو له مخي له يوې خوا د ولسي مرګ ژوبلي د مخنيوي په توګه يو څه احتياط او له بلي خوا د طالبانو سخت مقاومت د دې سبب ګرځېدلي چي دغه عمليات نور هم دوام وکړي.