کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

سرنوشت:
امريكا په كويټه كې د طالبانو له شورا سره په غير مستقيم ډول خبرې پيل كړي د سرنوشت ورځپاڼې د لومړي مخ غټ سرليك جوړوي.
ورځپاڼې په دوام كې په افغانستان كې د امريكايي او ناټو ځواكونو د قومندان په حواله ليكلي، چې پدې خبرو كې سعودي عربستان او متحده عربي امارات مهم رول لوبوي.
ورځپاڼه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكي، چې دا خبرې د اوباما د ستراتيژۍ هغه برخه ده، چې پكې د كار او روزګار د برابرولو په بدل كې سولې ته د وسلوالو په هڅولو ټينګار شوې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان په جنوب كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې وروستيو پيښو ته په اشارې دولت ته سپارښتنه كړې، چې اوس پكار ده ددې ستونزې د پاې ته رسولو لپاره نوې لارې ولټولې شي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې افغان ولسمشر هڅولې، چې خپله نيمګړې كابينه ژر تر ژره پوره او يو داسې مخلص ټيم جوړ كړي، چې د خلكو هيلو ته مثبت ځواب وويلې شي.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې پدې كار كې ځنډ به له ولسمشر نه هغه فرصتونه واخلي، چې بايد په هيواد كې د خپلو نويو پروګرامونو د پلي كولو لپاره يى وكاروي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د ناټو د تيروتنو په اړه د روسانو نغارو ته ځانګړې كړې او په افغانستان كې د پخواني شوروي اتحاد د يو قومندان په حواله يى ليكلي، چې ناټو په افغانستان كې هغه تيروتنې تكراروي، چې دوى كړې وې.
ورځپاڼې په دوام كې د جنرال رولان اوشوف په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې ددوى تيروتنه دا وه، چې دوى غوښتل افغانان د روسانو د ژوند كولو طريقو ته اړ كړي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د ولسمشر كرزي او د امريكا د ځانګړي استازې ترمنځ د ليدنې خبر وركړې او ليكلي، چې پدې ليدنه كې په كابل كې د جوړيدونكې نړيوالې غونډې په اړه خبرې وشوى.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا هم په پاكستان كې د طالبانو د يو مشر ملا برادر د نيولو په اغيزو تبصره كړې او ليكلي، چې دده نيول وسلوالو طالبانو ته يو ستر ګزار دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د روغتيايي خدماتو د پياوړې كولو په اړتيا ټينګار كړې او ليكلي، چې پدې برخه كې بايد يوه منظمه ستراتيژي جوړه او د روغتيايي خداماتو كچه لوړه شي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د سولې هيله انځور كړې.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم په پاكستان كې د طالبانو د يو مشر ملابرادر د نيولو موضوع راخستې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې د ملا برادر نيونه د امريكا د باور د ترلاسه كولو لپاره د پاكستان يوه ډالۍ ده.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې پاكستان د ترورزم اصلي جرړه ده او د خپلو لومړيتوبونو په پام كې ساتلو سره په ډير زيركانه توګه پدې برخه كې اقدامات كوي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د مرستو د ويش په برخه كې شته ستونزې څيړلي او ليكلي، چې له تيرو اتو كلونو راهيسې دا ستونزه موجوده ده، خو تراوسه پورې يى د حل لپاره موثره اقدام ندې شوې.
ورځپاڼې ليكلي، چې دا مرستې بايد د دولت له لارې ولګولې شي او دولت هم بايد د مرستو په ويش كې لازم شفافيت رامنځ ته كړي.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا تر ډيره د هلمند په مارجې سيمه كې په روانو پوځي عملياتو بحث كړې او د هغې بيلابيل اړخونه يى څيړلي دي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، چې په مارجه او نادعلي كې خور ور مقاومت روان دې او د ملا برادر نيونې د طالبانو په جنګي ځواك كوم ځانګړې اغيز ندې كړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په هلمند كې د بريتانوي ځواكونو د قومندان په څرګندونو بحث كړې، چې ويلي د مارجې عملياتو په سيمه كې د طالبانو رهبري زيانمنه كړې.
ورځپاڼې په دوام كې په سيمه كې روانو حالاتو ته په اشارې ليكلي، چې دا واقعت دې او كه هيله؟