کور / تازه خبرونه / چارواکي: عمليات کامياب دي، طالبان وايي برى زموږ دئ

چارواکي: عمليات کامياب دي، طالبان وايي برى زموږ دئ

د امريکا حکومت د مارجې د پيل سويو عملياتو تر جاج اخيستني وروسته ويلي حالات د افغان او امريکايي پوځيانو په ګټه مخ په وړاندي درومي، خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي برى به د دوى په برخه وي.
دغه عمليات چي له څو ورځو راهيسي په مارجه کي پيل سوي د والي ګلاب منګل په وينا تر اوسه يې ٤٠ طالبان وژلي او په لسهاوو ژوندي نيولي دي، خو طالبان بيا تر ٢٠٠ د زياتو افغان او امريکايي پوځيانو د وژني ادعا کوي.
پرون افغان حکومت پر طالبانو تور ولګاوه چي د ملکي کسانو څخه د سپر په توګه کار اخلي، ځکه خو تر اوسه پوري ١٥ تنه ملکي کسانو هم په دې عملياتو کي ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
د امريکا حکومت د ولسمشر باراک اوباما تر مشرۍ لاندي د مرستيال ولسمشر جوبايډن، دفاع وزير رابرت ګېټس، خارجه وزيري هيلاري کلنټن او د وسله والو قواوو د قومندان جنرال ډيويډ پيټريس په ګډون يوه غونډه وکړه، چي د افغانستان څخه د امريکايي سفير آيکن بيري او جنرال مک کرسټل له خوا هم د ويډيو کنفرانس د لاري معلومات ورکړل سول.