کور / تازه خبرونه / عراق: ځانمرګي حملې ١٢ تنه مړه کړل

عراق: ځانمرګي حملې ١٢ تنه مړه کړل

د عراق په رمادي ښار کي يوه ځانمرګي ١٢ تنه مړه او ١٥ زخميان کړل.
چارواکي وايي بريد کوونکي خپل موټر د ځايي پوليسو په يوه وداني کي وواهه چي د څلورو پوليسو په ګډون يې ١٢ تنه مړه کړل.
د حملې له وجي شاوخوا کورونو او موټرانو ته هم زيان رسېدلى چي شپږ دوکانونه بېخي په خرابه بدل سوي دي.
په عراق کي وروستى ځانمرګى بريد پر داسي مهال کېږي چي دغه هيواد پارلماني انتخاباتو ته تيارى نيسي او القاعدې شبکې يې د ګډوډلو ګواښ کړى دئ.