کور / تازه خبرونه / كركيټ: كاناډا افغانستان ته ماته وركړه

كركيټ: كاناډا افغانستان ته ماته وركړه

د افغانستان او كاناډا تر منځ ننۍ لوبه كاناډا وګټله، د لوبې په سر كې پچه كاناډا وګټله او افغانستان ته يې د توپ وهلو بلنه وركړه.
افغانستان ټولې ۱۷۷ منډې جوړې كړي او لوبغاړي يې پرله پسې سوځېدل.
كاناډا وتوانېده چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په دوه د پاسه نهه دېرش آووره كې ۱۷۸ منډې جوړې كړي.
د دې نړيوالۍ يوې ورځنۍ لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان دوې ورځې وړاندې ګټلې وه.