کور / تازه خبرونه / د مارجې بشپړ تصفیه ۳۰ ورځی وخت غواړی

د مارجې بشپړ تصفیه ۳۰ ورځی وخت غواړی

رویټر د امریکایی او برتانوي افسرانو په حواله خبر ورکوی چی ۲۵ ـ ۳۰ ورځی وخت لازم دی تر څو د دوی په وینا مارجه د طالبانو د تهدید څخه خلاصه کړی . برتانوي جنرال « نیک کارټر » وویل چی دا عملیات په افغانستان کی « د پیلېدو پای » دی او درې میاشتی وخت به وغواړی تر څو دا معلومه سی چی موږ کامیابه یو که نه . ده زیاته کړه چی د فعلی کامیابۍ لپاره تر دیرشو ورځو پوری مهلت غواړو خو د مارجې اوسیدونکي باید نوری ۱۲۰ ورځی بریالیتوب ته منتظر سی . ده زیاته کړه چی طالبان اوس هم مقاومت کوی مګر نه د لومړیو ورځو غوندی .
دا لومړی ځل دی چی د ناټو یو لوی مقام د خپلی کامیابۍ پر ځنډ اعتراف کوی .