کور / تازه خبرونه / امریکایی پیلوټ طیاره قصدأ په ودانۍ کی ووهله

امریکایی پیلوټ طیاره قصدأ په ودانۍ کی ووهله

اسوشیټید پریس لیکی چی ۵۳ کلن امریکایی سوداګر ( جوزف سټېک ) خپله شخصی کوچنۍ الوتکه نن قصدأ د امریکا د ټکزاس د آسټن ښار د مالیې په ۷ پوړیزه ودانۍ کی ووهله او ځان یې پکښی ووژﺉ . ایف بی آی وایی چی هغه د دې دفتر څخه ډیر په عذاب و ، ځکه زیاته مالیه یې ځنی اخیستله . جوزف تر الوتنی مخکی خپل کور ته هم اور اچولی و او یو لیک یې پریښی دی چی په هغه کی یې د امریکا د مالیې پر سیسټم ، کاتولیک کلیسا او د سوداګریز سیسټم پر ظلمونو ډیر بد ویلي دي . د چاودنی پر مهال په دغه ودانۍ کی ۲۰۰ کارمندان موجود وو خو صرف یو نفر ورک دی . څنګه چی طیاره کوچنۍ وه نو ځکه یې لږ تلفات پیښ کړل خو د ودانۍ ډیري برخي سوځېدلي او نړېدلي دي . دا پسله ۹ کالو لومړی ځل دی چی په امریکا کی سیاسی طیاره وهنه پیښیږی .