کور / رسنۍ / بورا د پښتو خپلواکه مجله چاپ او خپره شوه

بورا د پښتو خپلواکه مجله چاپ او خپره شوه

د بورا په نامه خپلواکه اسلامي علمي کولتوري ادبي او ټولنيزه مجله چاپ او خپره شوه د امتياز څښتن يې عمر بورا زماني مسئول مدير يې شهزاده شيرين زوى او مرستيال يې محمد حسين مياخېل ټاکل شوي دي په دغه پښتومجله کې يو لړ ديني، تاريخي ، ادبي او فرهنگي ليکنې اوشعرونه خپاره شوي دي مينه وال يې کولاى شي، چې په افغانستان کې د کتاب پلورنځيو اويا يې دwww.bowraa.com څخه ترلاسه او خپله ادبي تنده يې په لوستو ماته کړي

غزل
كله غزل كله نغمه شې راته
كله خوشبو كله وږمه شې راته

كله غوسه كله خندېږې راته
كله خوږه كله ترخه شې راته

لكه موسم په شان رنګونه بدلى
كله ادا كله نخره شې راته

كله دې سترو كې زه مينه ګورم
كله په سترګو كې خفه شې راته
بورا به ټول تاته غزل،غزل شي
كه ته په مينه پښتنه شې راته

عمر بورا ( زماني )