دافغانستان د روانې کشالې دحل لپاره د حزب اسلامي نوې طرحه
(د ژغورني ملي ميثاق)
ړومبى خبري :
حزب اسلامي افغانستان تل دا هڅه کړى چې ولس د اسلامي نظام تر سيوري لاندې د امن او سوکاله ژوند ولري، جگړه د تل لپاره خاتمه ومومي او د ولس ټولې پرگنې د هېواد په برخليک ټاکلو کې فعاله ونډه و لري- روانه جگړه هم چې د يرغلگرو له خوا په افغانانو تپل شوې د هېواد او ولس مادي او معنوي ارزښتونه او شتمني له مينځه وړي او څومره چې اوږديږى هومره يې منفي اغېزې زياتيږي. همدې ټکې ته په پام سره حزب اسلامي د يرغل د پاى ته رسيدو او جگړې د خاتمې په موخه يوه نوې طرحه وړاندې کړيده. د حزب اسلامي يوه مسؤول مقام چې د نوم نه ښودلو په شرط يې دغه طرحه ، د شهادت په واک کې ورکړې ده دا هم وويل چې دغه طرحه د قضيې له يو شمېر اړخونو سره مطرح شوې چې ځينو يې موافقه هم ورسره ښودلې ده. دا ده شهادت ورځپاڼه د همدغې طرحى بشپړ متن د درنو لوستونکو خدمت ته وړاندې کوي، هيله ده په اړه يې د لوستونکو نظريات هم تر لاسه کړو داتاسو او دا دطرحې متن .
بسم الله الرحمن الرحيم
د ژغورني ملي ميثاق:
موږ د الله تعالى په نامه ژمنه كوو چي له روان دردناك حالت نه د هېواد د ژغورلو لپاره يو بل ته لاس وركوو چي جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، په هېواد كي ډاډمن امنيت تأمين كړو، له بهرنيو ځواكونو نه فارغ او د پرديو له لاسوهنو نه خوندي افغانستان جوړ كړو، خپل ملي وحدت لازيات مضبوط كړو او ملت ته دا موقع برابره كړو چي د خپلي خوښي زعامت غوره او د خپلي عقيدې او باور مطابق نظام جوړ كړي. دغو لوړو او سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لپاره مو په لاندي طرحي توافق كړى:
1. بهرني ځواكونه دي د روان ميلادي كال د جولاي په مياشت كي له هيواده وتل پيل كړي او د شپږو مياشتو په ترڅ كي دي هغه بشپړ كړي.
2. په دې مودي كي دي له ښارونو او گڼ مېشتو سيمو نه ووځي او په عسكري مراكزو كي دي ځاى په ځاى شي.
3. د امنيت چاري دي په بشپړه توگه ملي اردو او پوليس ته وسپارل شي، بهرني ځواكونه به د افغانستان په هيڅ گوټ كي او په هيڅ حالت كي په خپل سر د نظامي عملياتو، د كورونو تلاشي او نيونو حق نه لري.
4. اوسنى حكومت او پارلمان دي تر هغه خپل كار ته ادامه وركړي چي د دې معاهدې مطابق انتخابات تر سره كېږي او نوې منتخبه شورى او منتخب حكومت رامنځته كېږي. خو په دې حكومت كي به متنازع فيه څېرې او په فساد، ملي خيانت، بې ديني او جنگي جناياتو تورن كسان نه وي. همداراز د حكومت د درې گونو امنيتي قواوو په مشرتابه كي به داسي كسان نه وي چي د يوې ډلي په پلوي او د بلي ډلي په ضد جنگېدلي وي.
5. د ټولو افغاني لورو په اتفاق به د ملي امنيت په نامه يوه داسي اوه كسيزه شورى جوړېږي چي په مهمو ملي مسايلو كي به د وروستۍ پرېكړي واك ورسره وي، د دې شورى مقر به په داسي ولايت كي وي چي امنيت ئې په بشپړه توگه د افغاني ځواكونو په لاس كي وي او هيڅ بهرنى ځواك په كي نه وي.
6. د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به د 1390 كال په پسرلي كي د متناسب تمثيل پر بنسټ د جمهوري رياست، ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو لپاره يو ځاى، يو ځل او همهال انتخابات تر سره شي.
7. په دې انتخاباتو كي د حكومت د كابينې غړي او واليان يوازي په هغه صورت كي د برخي اخيستو حق لري چي د انتخاباتو تر نيټې درې مياشتي مخكي له خپلي دندي استعفا وكړي.
8. په لومړي منتخب حكومت كي به د هر لوري برخه د هغه د آراوو په تناسب وي او له شورى نه به د اعتماد رأيه ترلاسه كوي، خو تر دې وروسته به بريمن لورى پر دې مكلف نه وي چي ائتلافي حكومت جوړ كړي.
9. هغه حزب يا انتخابي مجموعه به په بعدي انتخاباتو كي د برخي اخيستو حق لري چي په لومړي انتخاباتو كي تر لس په سلو كي زياتي رأيي ترلاسه كړي.
10. په دې مودې كي به په جگړو كي د ښكېلو لورو تر منځ بشپړ اوربند تأمين وي، ټول سياسي بنديان به خوشي كېږي، ټول لوري به ژمنه كوي چي له دې وروسته به نه قدرت ته د رسېدو لپاره ناروا لاري لټوي او نه به د خپل حريف او رقيب د ځپلو لپاره وسله كاروي.
11. لومړۍ منتخبه شورى به دا حق لري چي د دريو لورو له خوا اعلان شوي اساسي قوانين وڅېړي او د هيواد د اساسي قانون په اړه وروستۍ پرېكړه وكړي.
12. هيڅ بهرنى هيواد به دا حق نه لري چي په افغانستان كي زندان ولري، كوم افغان محاكمه او مجازات كړي، يا ئې د محاكمې لپاره بهر ته انتقال او په بل ځاى كي ئې محبوس او محاكمه كړي.
13. په اختلاس، د مخدره موادو قاچاق، د ملي شتنميو په غصب او په جنگي جناياتو تورن كسان به شرعي محكمې ته سپارل كېږي او هيڅ لورى به له هغوى نه په څرگنده يا پټه توگه دفاع نه كوي.
14. د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به بهرني جنگيالي هم په افغانستان كي نه وي.
15. كوم كورنى او بهرنى لورى چي د روغي جوړي له دې ميثاق سره مخالفت او د جگړي پر دوام ټينگار وكړي موږ ټول به په گډه او تر هغه د جنگ غوښتونكو مقابله كوو چي خپل هيواد او ولس د هغوى له شر نه وژغورو.
والله على ما نقول وكيل