کور / تازه خبرونه / مانسهره:پر پوليسو درې ځانمرګي بريدونه وشول

مانسهره:پر پوليسو درې ځانمرګي بريدونه وشول

د پاكستان د سرحد صوبې په مانسهره كې د پوليسو پر دوو حوزو پر يوه وخت ځانمرګي بريدونه وشول، چې په پايله كې يې د پوليسو يو قومندان ووژل شواو يو شمېر پوليس ټپيان شول.
د پوليسو په وينا چې په دې برېدونو كې درې ځانمرګي هم له منځه تللي،دوى وايي چې سهار نهه بجې مهال د بالاكوټ په سيمه كې د پوليسو پر يوه تاڼه يو ځانمرګې بريد وشو چې يو پوليس قومندان خليل تنولي يې وواژه او يو شمېر پوليس يې ټپيان كړل.
دويمه پېښه د مانسهرې په ښاري حوزه كې رامنځته شوې ، پوليس وايي چې دوو ځانمرګو بريد كوونكو غوښتل چې حوزې ته ننوزي خو كله چې يې پوليسو مخه ونيول هغوى خپل ځانونه وچاودل، چې په پايله كې خپله بريدكوونكي ووژل شول او پنځه كاركوونكي ټپيان شول.
تر دې مهاله د بريدونو پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.