کندهار: د عملياتو پر مهال وسلې او ډالر ونيول سول

34 | فبروري 20th, 2010


د ناټو او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کي تېره شپه د طالبانو يو مهم کس له وسلو او ډالرو سره نيول سوئ دئ.
د راپورونو له مخي دغه کس برايي د کندهار د ډنډولسوالۍ د انګوريانو په سيمه کي نيول سوئ دئ.
د نيول سوي کس نوم نه د‌ئ په ډاګه سوى خو د ناټو خبرپاڼه وايي هغه يې له څو ملګرو، وسلو، مهماتو او زياته اندازه نقدي ډالرو سره د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولى دئ.
خبرپاڼه وايي پر نوموړى کس په ځانمرګو بريدونو، چاودونو او چريکي حملو کي په لاس لرلو تورن دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024