يويشتمه فروري د مورنيو ژبو نړېواله ورځ
(يو تاثر)
موږ ته د مريي مريتوب راپه برخه شو، زرغونپوښو له هر توانه واچولو، په غېر فطري جغرافيه کي يې نادرې راسره وکړې. کومه غميزه وژاړو؟ او کومه مرثيه تکرار کړو؟ نن بيا وايي د مورونيو ژبو نړېواله ورځ ده. داسي ورځې د سړي ضميرونه نښتېځي او سړی خپلو ګرالبو ته متوجه کوي. مريتوب سخت ذهني اذيت لري، په سړي کي سړيتوب وژني او وقار يې قتلوي.
په ۲۱ فبروري د مورنيو ژبو د نړېوالې ورځې په مناسبت به موږ د نړېوالې ټولنې نه غوښتنه کوله، چي د محکومو قامونو په جېلخانه (پاکستان) کي دي پښتو د پښتون قام د انساني، مذهبي او بېن الاقوامي حق په توګه د يونيسکو د چارټر له مخې مکتبونو ته ورپرېښوول شي، مګر برعکس قام دښمنو مي مکتبونه را کنډواله کړل. “پکه دا دي لا بله سپکه”. موږ ژبه وژاړو که مکتب؟ چي مکتب نه وي، تعليم په څه کي، ژبه په څه کي؟ ويل “زه درنه پوزه پرېکوم، ته نتکۍ غواړې”. پر ما يې د مکتب دروازې وتړلې، مکتبونه يې مقتلونه کړل. چي قام يې مړ کړ، ژبه خداي مړه کړه، چي وجود مي چا راسره تسليم نه کړ، ژبه به مي خاورې ومني. سېف الرحمان سليم راياد شو،
ژبه چي غواړې اول خُله پېدا کړه
ژبه عبث ده چي دي خُله نشته ده
د خُلې د ګټلو جنګ د تور دوزخي ديو په خُله کي بنديوان شو. شپېته کاله مو ورسره د دوي د پاکې مقدسې خاورې سرود د دوي په ژبه د دوي په مکتبونو کي زمزمه کړ او په تورو او تتو تيارو کي مو د دوي د “سهار په دعا” لاسونه لپه کړل خو لمنې مو سپينې نه شوې. د غدارۍ هارونه يې راتر غاړې کړل، مقتلونه او ټارچر سېلونه يې راباندې آباد کړل. نن چي د باچاخان د نهضت يو څو خپلواک ښوونځي لرو، ماشومان مو ايله “اې زما وطنه د لعلونو خزانې زما” ترانه پکي زمزمه کوي. دوي وايي غداران دي، جدايي غواړي او ملکي سالميت ته زيان رسوي.
۲۱مه فروري د مورنيو ژبو په حواله د هر ډول تشريحاتو او توضيحاتو نه يو خوا ته بنګالي قامي تحريک ته د سور سلام پېش کولو ورځ ده. ددې ورځې اهميت او انفراديت هم د بنګاليانو د وينو نه عبارت دی. آزادي او خپلواکي په تالۍ کي چا ته نه ورکول کېږي. د پاکستان حب الوطنۍ ته وفادار د خپلې مورنۍ ژبې سيالي نه شي ګټلی. پاکستان د حراميتوب اوجهړي کېمپ دی.
د پاملرنې وړ نکته ده، څوک چي د غني خان د ترانې د زغم توان نه لري، نور به راته خاک پټکی په سر کړي.
مريتوب چي د مريي شي. خُله به له ژبې او ژبه به له خُلې نه ورکه وي. “ما له ځانه ژبه پرې کړه، ژبې زه له ځانه پرې کړم”. غلامي ډېر اذيتونه لري، ځان به درته پردی ښکاري، ضمير به درته پردی….. نور خو نو هر څه پردي دي ….. وطن پردی، سرحدات پردي، واکمن پردي، تاريخ پردی، کتاب پردی، ژبه پردۍ او ….. څه چي مي خپل وو، هغه مي د خرمستيو ښکار شول له پټکي تر تورې، له قلمه تر کتابه هر څه چور شول، تالان شول، فن يې مړ کړ، فنکار يې مړ کړ، ژبه په سندرو ژوندۍ وي، چي سندره هم قتل شي، څه به پاتې شي؟
د نفسياتو ماهرين وايي، د هر قام بچي له په هغه ژبه تعليم ورکړه، په کومه کي چي هغه خوبونه ويني. موږ ته په خوب کي سپينې فرشتې او تور بوټان لرونکي په جارحانه انداز په پښتو کي خبرې کوي، خوپه ويښه يې راته هر ځاي پردۍ ژبې غوړولي دي.
د ادبي بېت بازۍ ښاغلي يې له کلونو راته تکراروي، دنيا غونډ موڼد کلی دی، ګلوبل وېليج دی، د انفارمېشن ټيکنالوجۍ دور دی ….. په دواړو سترګو ……. خو ما دي اوس څوک په دې وړه پښتونخواګۍ کي پرېږدي. په هر څه مي منظور دي.
د مورنيو ژبو د نړېوالې ورځې په حواله تاثر مو صرف خپله غميزه ژړل دي. نور د واکمنانو نه څه قرارداد او فرياد نه لرو. مسوول به په خپله د خپل مسووليت ادراک کوي. ګني د مشرقي پاکستان نه د بنګله دېش جوړېدلو لپاره صرف د مورنيو ژبو د نړېوالې ورځې حواله هم کافي ده. موږ دا ورځ هم ددې حوالې په جذبه لمانځو، له غلامۍ نه د نجات د مزاحمت په جذبه يې لمانځو.
تاريخ دی رضا شوی د يو جنګ په فېصله
قابو به شي تر څو پورې حالات په زنځيرونو