کور / خبرتیا او پيغامونه / كوټه: يوه بله ادبي ټولنه هم د (پښتو ادبي مجلس) په نامه جوړه شوه

كوټه: يوه بله ادبي ټولنه هم د (پښتو ادبي مجلس) په نامه جوړه شوه

د فبرورۍ پر ۲۱مه (د كب ۲مه) نېټه- چي د مورنيو ژبو نړيواله ورځ ده- په كوټه كې يوه نوې ادبي ټولنه د (پښتو ادبي مجلس) په نامه جوړه شوه. د ټولنې تاسيس غونډه د كوټې پر عدالت سړك باندې په هني آن راك هوټل كې وشوه او پرېكړه وشوه چي پښتو ادبي مجلس به په مياشت كې دوې غونډې (مجلسونه) د هرې مياشتې پر ۵مه او ۲۰مه نېټه كوي. په ادبي ټولنو كې اختلافاتو ته په پام سره پرېكړه وشوه چي پښتو ادبي مجلس به نۀ مشر لري او نۀ مرستيال او يواځې د هرې غونډې لپاره به يو كس ټاكل كېږي چي هغه به هم د غونډې چارې پر مخ بيا او هم به د غونډې د سمبالښت چارې پر غاړه لري.

دغه ټولنه د اوس لپاره يواځې د لسو په شاوخوا كې غړي لري او دا اړتيا د نورو ادبي ټولنو په غونډو كې محدودو او تكراري ادبي فعاليتونو ته په پام سره احساس شوه، چي د ادبي مجلس په غونډو كې به په پښتو ژبه كې پر نويو موضوعاتو او د نوې ادبي تيورۍ له مخې خبرې او بحثونه كېږي او د مجلس په غونډو كې به عمومي مشاعرې نۀ وي.

د (پښتو ادبي مجلس) په تاسيس غونډه كې دغو كسانو ګډون كړى وو.

دروېش درانى، سهېل جعفر، رازق فهيم، خليل باور، عارف تبسم، محموداياز، سلطان زخپېل، ارسلاخان كاكړ، حافظ رحمت نيازى، عبدالكريم عامر، باركوال مياخېل او بوريوال كاكړ.