مارجې د دوو نورو امریکایانو ککرۍ وخوړلې
د امریکا د دفاع وزارت پنتاګون لږ شېبه مخکی خبر ورکړ چی طالبانو په هلمند کی دوه نور امریکایی مرین پوځیان ووژل ، او یو ځل بیا یې د مارجې د نوم پر ځای د هلمند نوم ذکر کړ تر څو د خلکو څخه په مارجه کی د عملیاتو تلفات پټ وښیی . او بل دا چی هغوی دوې ورځی مخکی وژل سوي وو خو خبر یې نن خپور کړ او دا یې هم و نه ویل چی هغوی د مرمۍ قرباني سوي او که ماین الوزولي دي . په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۰۰۵ ته ورسېدل .