کور / تازه خبرونه / ولسمشرکرزی:د تروريزم او ملاتړو له منځه وړل پکار دي

ولسمشرکرزی:د تروريزم او ملاتړو له منځه وړل پکار دي


افغان ولس مشر حامدكرزي وئيلي دي چې  پاكستان  او افغانستان د وسله والو طالبانو دورانكارى سره مخامخ دى امريكائى ورځپاڼې سره په مركه كښې  افغان ولس مشر زياته كړې ده چې  په افغانستان كښې طالبان د بهرنيانو په مرسته عمليات كوي  د بهرنۍ همكارۍ  پرته طالبان د عملياتو  جوګه  ندي ددغې  شخړې  هوا رولو لپاره پاكستان  افغانستان  امريكا او نوره نړۍ ته په ګډه  په صفا زړه هڅې كول پكار دي افغان  ولس مشر زياته كړې ده چي  ولس مشر پرويز مشرف  د ترهګرۍ په مسئله ښه خبر دى او زه هيله من يم چى  ولس مشر مشرف به خپلو هڅوته  دوام وركړي مونږ ته په سيمه كښې  د ترهګرۍ  او د ترهګرۍ  د ملاتړ كوونكو له منځه  وړل پكار دي  كڼې  ترهګري  به پر پاكستان  سخته اغيزه وكړي او دپاكستان حالات افغانستان هم تر خپله اغيزه لاندې راوستلې شي.