د برتانیې ۲۶۴م پوځي په کندهار کی ووژل سو
د انګلستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چی پرون د کندهار د هوایی ډګر په شمال کی د هوایی ځواک یو افسر د یوې چاودنی له امله ووژل سو خو نور وضاحت یې ور نه کړ . مګر طالبانو پرون ویلي وو چی دوی د کندهار پر هوایی میدان د راکټونو ګوزار کړی دی . دا د برتانیې ۲۶۴م پوځی دی چی په افغانستان کی وژل کیږی .