د کابل چاودنی اووه کسان وژلي دي
اسوشیټیډ پریس وایی چی لږترلږه اووه کسه د کابل په مخکنۍ بمی حمله کی وژل سوي چی په هغوی کی بهرنیان او دوه پولیس هم شامل دي خو معلومه نه ده چی څو بهرنیان دي او د کومو هېوادونو څخه دي او څه وظایف یې لرل . خبر زیاتوی چی تر اوسه شل زخمیان روغتون ته وړل سوي دي ، او ښایی وروسته د مړو او ټپیانو تعداد نور هم زیات سی . ساحه ټوله پولیسو بنده کړې ده . خو بیا هم تر اوسه چا د دې حملې مسؤلیت نه دی منلی لاکن حمله انتحاری وه .