د پوليسو مشر خپل ساتونکي وواژه

34 | فبروري 26th, 2010


د الجزاير هيواد د استخباراتي پوليسو مشر د خپل يوه ساتونکي له خوا په ډزو ووژل سو.
د الجزاير د کورنيو چارو وزارت وايي کرنل علي تونسي هغه مهال په خپل دفتر کي ووژل سو چي د خپل يوه ساتونکي سره يې پر کوم شي باندي جروبحث کړئ وو.
کرنل تولسي د لسو کالو راهيسي د الجزاير د استخباراتي پوليسو مشر و.
د کورنيو چارو وزارت ويلي د هغه قاتل وروسته خپل ځان هم ويشتلى خو اوس په روغتون کي بستر دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024