کور / اسلامي / دربیع الاول دولسمه

دربیع الاول دولسمه

په همدی شپه لوړ په اسمان کی زیاته روښنايي خپره وه ، ځلیدونکوستوروپه ډیره تیزۍ سره داسمان یوی اوبلی خواته منډی وهلی او دتیزوغیشوپه څیر په هغو شیطانی څلیو باندی ویشتل کیدل او نړول یی، له بل لوری دروم فارس، کسرا… په ماڼیو کی به چی هره شپه دشرابوډک جامونه تشیدل دنڅا په ځایو کی به خمارونه وهل کیدل په همدی شپه ډیره چوپتیا خپره وه د همدی ماڼیوخاوندانویوډول وهم او ویره په زړونوکی انګیرله دهغوی په ناولیو بدنوباندی په همدی شپه ډیره سخته تبه خوره وه ،چاخپل طبیبان راټول کړی ؤاوچابیا خپل ددربار پال کتونکی راټول کړی ؤ اودخپل ډار اوخفګان دعلت پوښتنه یی تری کوله،هغوی ټوله شپه ډیربداوخطرناک خوبونه لیدل اوپه خوب کی به ډاریدل ټولو خپل سپاهیان راغوښتی ؤاودخپلو دخوب دتختونوشاوخواته یی تر سهاره درولی ؤ.
هو! داد ویری شپه په همدی دځمکی په خدایانو تیره شوه داسمان په کونجو کی شفق خپورشو سپیدی وچاودی چی په همدی وخت کی دټولی نړی په څنډو او اسمان کی دمحمدی اذان انګازی اوریدل کیدلی دځمکی دخدایانو په سینو کی دهغوی زړونه په درزهاری ول،خو بل لوری ته دهغومظلومانوپه ارواوو خوشحالی اوریدلی هغوی یو ډول زیری اوریدل چی نور دځمکی داظالم اوبی رحمه خدایان ستاسی له سروڅخه ورکیږی نوربه ټول مخلوق دیوه ریښتنی خدای عبادت کوی او هغه ته به دبندګۍ سر ټیټوی،نوربه توراوسپین توپیرنه لری ،نوربه غلامی اومینځی توب نه وی،نوربه شتمن اوبډای خپل سر په ځمکه یوه خدای ته په سجده کوی.
هغه ؤ چی دربیع الاول په دولسمه د مکی په ښار کی دعبدالله په کورکی محمد(ص) دی نړی ته راغۍ دعدل او انصاف زرینی وړانګی په ټوله نړی خپری شوی دظلم او وهشت ټغر دځمکی له مخ څخه ټول شو،نورټول دینونه منسوخ شول داسلام پاک دین دټولوانسانانو دین او محمد(ص) یی پیغمبرشو هغه پیغمبر چی په لنډ وخت کی یی دحجاز له خاوری څخه ټول جهل، ظلمونه، ناوړه دودونه،قبیلوی جګړی ورک کړل،هغه جاهیلان او لیونی انسانان چی دجنکیو پیدایښت ورته لوی عیب ؤهغه به یی ژوندی په خاوروکی خښولی ، د خرما څخه جوړشوی بوتان به یی خدایان بلل او دهغو عبادت به یی کوۍ خوکله چی به وږی شول بیا به یی خپل خدایان خوړل،دهغوی ټول ژوند په خپل منځی قبیلوی جګړوکی تیر شوی ؤ دهغوی څخه یی داسلام دمدرسی داسی شاګردان جوړکړل چی له یوبل څخه به یی خپل ځانونه قربانول،شپه اورځ به دخپل خالق په عبادت کی لګیا ؤ،هغه حجازچی هلته به له فارس او روم څخه خلک راتلل اوپه دی ځای کی به یی ښځی اونران دمینځی اومرییانو په نوم په یوه ټیټ قیمت چی دیوه ډنګر اس قیمت هم پری لوړ ؤ رانیول له دی ځای څخه به خلک دکار او نورو اړینوتوکو دپیداکولو لپاره فارس او روم ته تلل دژوند اړتیاوی به یی له هغه ځایو څخه پوره کولی خو په لنډ وخت کی حجاز دسوداګرۍ اوامن په یوه لوی ښار بدل شو دنړی له هرځای څخه قافلی اوکاروانونه دهمدی ښارپه لوری روان ؤ ډیرکسان به دنړی له هرګوټ څخه دلته دکار لپاره راتلل خوکله چی به یی داسلام دمدرسی اخلاق اوکړنی ولیدی نوداسلام په مبارک دین به هم مشرف شول.
هغه پیغمبر دا جاهل قوم داسی تربیه کړ چی ددی قوم ځوانانو به خپل ځانونه دخپل دین اوپیغمبر څخه ایثار کول اوغوښتل به یی چی ترخپلو ملګرو په دی لاره کی وړومبۍ شی، هغه ابوبکر چی دیوی شتمنی کورنی څخه ؤخو خپله ټوله شتمنی یی داسلام په لاره کی وقف کړه اوتردی اندازی پوری غریب شو چی په خپل کمیس کی به یی د تڼیو پرځای اغزی پیودی ؤ،هغه عمر چی چا به دپیغمبر فیصله نه وه منلی ده به دهغو فیصله په توره اودهغه شخص دسر په پریکولو سره کوله ،هغه عثمان چی دیوه خوراک شاتو په غوښتلو سره يي ټوله قافله دخپل پیغمبر(ص) په دروازه کی واړوله،هغه علی چی دهغه دتوری شرنګ او وارته دنړۍ هیڅ پهلوان اونامی نه شوای تم کیدلای دا ټول دمحمد(ص) د مدرسی شاګردان او دده ملګری ؤ.
دمکی او مدینی ښارونه دامن،پرمختیا ،سوداګرۍ په مرکزو بدل شول دا ښارونه دعلم اوپوهی په سترو ښاروبدل شول دلته نوری دښمنۍ ختمی شوی،سپین اوتور،بی وزله اوبډای،عجم اوعرب ټولو ته په یوه سترګه کتل کیدل او هیچا دبل څخه هیڅ ښه والۍ نه درلود ښه والی او پورته والی یوازی په تقوا کی ؤ،هلته تورحبشی بلال ،سلمان فارسی اونورودقریشوخلکو ته په یوه سترګه کتل کیدل،هغه ؤ چی ددی دین څانګی په حجاز کی بندی پاتی نه شوی او دمهربانه پیغمبر او دهغه دپیروانو په وسیله دادعدل او انصاف وړانګی نوری نړی ته وغزیدی،څرنګه چی دا دین دیوی سیمی او یوه قوم لپاره نه ؤ نو په همدی اساس محمد(ص) او دهغه ملګری په دی تکل کی شول چی دا دین ټولی نړی ته ورسوی او دنړی له مخ څخه د ظلم او جهل ټغر ټول کړی هغه ؤ چی داسلام غښتلیو قوماندانانو حضرت خالدبن ولید،حضرت عمر ابن وعاص د شام ،عراق،مصر،فلسطین،فارس کفری او سرکښه حکومتونه رام کړل او دهغه ځای مظلوم اولسونه یی دظلم څخه خلاص کړل او داسلام د مبارک دین جنډه یی هلته ورپوله.
داوروپا په لوربل داسلام نومیالۍ سپاهی حضرت موسی بن نصیر خپل لښکر روان کړ اوپه دی هیله چی دده ملګری شا تګ ته زړه ښه نه کړی او بری د دوی په برخه شی خپلی هغه بیړي چی له سیند څخه پری تیر شوی ؤ وسوځولی او په جهاد یی شروع وکړه تر څو چی یی داروپا په اکثرو ځایو کی یی داسلام جنډۍ هسکی کړی.
همدارنګه دعدل او انصاف ددی توفان څپی په حجاز ،فلسطین،مصر،عراق،الجزایر او اروپا کی پاتی نه شوی بلکی ددی دین دپیروانوپه وسیله دنړی هرګوټ ته ورسیدی هغه ؤ چی د اتلس کلن ځوان اوتکړه قوماندان محمدبن قاسم لښکری دګنګاه له سیند څخه تیری او داسلام مقدس دین يي دهند نیمی وچی ته ورسوۍ،له بل لوری داسلام لښکری دقتیبه تر قوماندی لاندی دمنځني اسیا په لوروخوځیدی او دهغه ځای یاغی حکومتونه یی رانسکور کړل اوهغو خلکو ته یی داسلام سپیڅلی دین ورساوه.
ټول اسلامی ملکونه په هغه وخت کی دپرمختګ اوشتمنۍ پرلور روان ؤ،په ساینس او تیکنالوژی کی زیاتی لاس ته راوړنی په اسلامی هیوادوکی(داتمی هجری پیړی څخه تر دولسمی هجری پیړی پوری) کیدلی،دطبابت،ریاضی اونور پوهان او عالمان اکثره په اسلامی نړی کی ؤ،دسوداګری لوی لوی مرکزونه زیاتره اسلامی هیوادونه ؤ.
ولی بدبختانه اوس محال ټولی ستونځی اومشکلات په اسلامی هیوادو کی دی،لوږه اوبی وزلۍ،بیکاری اوجګړی ټولی د اسلامی نړی اوسیدونکی کړوی،هغه اروپا اوامریکا چی یو وخت هغوی دزده کړو لپاره اسلامی هیوادو ته راتلل نن ورځ ټوله اسلامی نړی هغو ته اړ ده،نن ورځ مسلمان ته دبی وزله او وروسته پاتی اوناپوه په سترګه کتل کیږی علت څه دی چی خپل دین او خپل کتاب ته مو شاه کړی ده،نن که داسلام سنت په ځان کی سا تی دنورو څخه به په مسخرو رټل کیږی،دپردیوکلتوردځان لپاره افتخار ګڼو ولی په اسلامی بنسټونو پوری خاندو په اخر کی دلوی خدای(ج) څخه دا هیله لرو چی ای خدایه یو ځل بیا اسلام او مسلمانانو ته هغه دلمړی وخت عظمت او لویوالی ورپه برخه کړه خدایه مسلمانان ستا په کتاب او په نبوی احادیثو مستحکم وګرزوه خدایه په ټوله نړی کی دمسلمانانو ستونځی لری اودوی ته یوالی ورپه برخه کړه امین یارب العالمین.