چيلي زلزلې ١٢٢تنه مړه کړل، د سونامي خطر موجود دئ

34 | فبروري 27th, 2010


د جنوبي امريکا د چيلي هيواد يوې سختي زلزلې ولړزاوه چي چارواکو په ساحلي ښارونو کي د سونامي د راتګ زنګ وواهه.
لومړني راپورونه وايي د چيلي په کانسيپشن ښارکي د دې زلزلې له امله د ١٢٢په شاوخوا کي کسان مړه سوي چي ښايي مرګ ژوبله تر دې هم لوړه سي.
د چيلي حکومت ويلي د زلزلې مرکز د بحرالکاهل سمندر و چي د ريختر په حساب اته اعشاريه اته درجې زلزله پکښي سوې او د دغه هيواد ځيني سيمي يې ولړزولې.
د راپورونو له مخي د کانسيپشن ښار هوايي ډګر د الوتکو دپاره تړل سوئ دئ، او له ښار څخه خلګ د وتلو هڅه کوي.
د جاپان او امريکا د مځک پوهني ادارو د نن ورځي په پيل کي لا په بحرالکاهل کي د زلزلې او سونامي د احتمال په هکله خبر ورکړى وو.
د امريکا د مځک پوهني اداره وايي د سونامي په راتګ سره د چيلي، ايکوادور، پيرو، کولمبيا، انترکتيکا، پاناما او کوسټاريکا ځيني ساحلي سيمي د سونامي له خطر سره مخ دي.
راپورونه وايي په بحرالکاهل سمندر کي لومړنۍ زلزله نن سهار پنځه نيمي بجې وسوه چي تر لسو ثانيو پوري يې لړزې دوام وکړ.

Copyright Larawbar 2007-2024