امریکایان به څو میاشتی په مارجه کی پاته وی

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 1st, 2010


اسوشیټیډ پریس د امریکایی پوځ په حواله خبر ورکوی چی څه باندی دوه زره مرین پوځیان او ۱۰۰۰ افغانی پوځیان به د څو میاشتو لپاره په مارجه کی پاتیږی تر څو د دوی په وینا طالبان بیرته رانسی . یو امریکایی افسر وویل چی طالبان اوس هم زموږ پر اکمالاتی او انتقالاتی قطارونو حملې کوی او په تیرو دوو ورځو کی مو پر څلورو قطارونو د هغوی ماینونه چاودلي دي خو د تلفاتو په هکله یې څه و نه ویل . د امریکایانو او ناټو مابعده تګلاره دا ده چی په اصطلاح « تصفیه ، ساتنه او بیا رغاونه » وکړی . راپور زیاتوی چی امریکایانو یوه پراخه منطقه د مرکزی قرارګاه په توګه تر جوړېدو لاندی نیولې او شاوخوا پنځلس ـ شل نوری پوستې ایجادوی خو امریکایی قوماندان ( جوشوا وینفری ) وویل چی د مارجې د نیولو سره سره د طالبانو د غلچکی بریدونو او ماینونو بیا پیلېدو په تکلیف کړي یو .

Copyright Larawbar 2007-2024