دکندهاربولدک لاراوس هم دترافيکوپرمخ تړلې ده

حاجی پوپل | مارچ 1st, 2010


نن سهار په کندهار کې د ناټو ځواکونو پر کاروان شوي ځانمرګي بريدپنځوتنوولسي وګړوته مرګ ژوبله اړه ولې .
وژل شوي اوټپي کسان هغه مسافرين دي چې له کندهارښارڅخه دسپين بولدک والسوالۍ پرلوردتګ په حال کې وو.
ددامان والسوالۍ دپوليسويوتن افسرچې نه يې غوشتل نوم يې خپورشي وويل چې په پېښه کې څلورتنه وژل شوي اويوتن ټپي شوي چې له وژل شويوکسانوڅخه يې دوه تنه ماشومان دي .
دغه ځانمرګى بريد نن د سهار په څه باندې اووبجو د کندهار_سپين بولدک پرلويه لار د ترنک پرپله هغه مهال رامنځ ته شوچې دنړيوالوځواکونوموټريزکاروان له سيمي څخه دتېرېدوپه حال کې وو.
دپېښي عيني شاهدان وايې چې ځانمرګى بريد د يوه سراچه موټر په وسيله وشوو.
ددغه بريدله وجې دنړيوالوځواکونويوټانګ له پله څخه لاندي لوېدلى خودنړيوالوځواکونودمرګ ژوبلي په اړه څه ندي ويل شوي .
دترنک پل چې کندهارښارله هوايې ډګراودسپين بولدک له لاري ګاونډى پاکستان له سويلي حوزې سره نښلوي .
دترنک پل له دغې پېښي څخه وروسته تخريب شوى له وجې يې په سل ګونوګاډي دپله يوې اوبلي خواته ايسارپاتې دي
په ولاړوموټروکې يوشمېرهغه ناروغان هم لېدل کېږي چې ددرملنې لپاره له دې لاري څخه دډيورنډپولي هاخودکوټې ښارته دتګ په حال کې وو.
دغه لاردورځي ١٢:٠٠بجوپوري دترافيکوپرمخ تړل شوي اودوروستيوسيلابونوله کبله دسيندپه منځ کې هم دګاوډوترګ راتګ ناشونى دى .
دامهال نړيوال ځواکونه دخپل لوېدلي ګاډي دراپورته کولوپه حال کې دي
په ګڼ شمېرکې ايسارشوي ګاډې هم دې ته انتظارباسي چې لاريې پرمخ پرانيستل شي خوداسي څرګندېږي چې شايدلاردڅوساعتنولپاره نورهم بنده پاتې شي .
تراوسه پوري ددغه بريدمسوليت چاپه غاړه ندى اخيستى .

Copyright Larawbar 2007-2024