کور / سپورټي / د افغانستان د كركيټ ملي لوبډلې د دوو اتلانو كيسه

د افغانستان د كركيټ ملي لوبډلې د دوو اتلانو كيسه

د افغانستان هر كركيټ لوبغاړى د دې لوبې په كولو كې له بلا ستونزو سره مخ شوى دى، لوى او ستوري لوبغاړي لكه ريس احمدزى او محمد نبي چې د كډوالو په كيمپ كې زېږېدلي دي هم له ورته ستونزو سره مخ وو.
ريس احمد زي چې په ډېره ښكلې انګليسي ږغېدى ګولف نيوز ته وويل: (( ما كركيټ په پېښور كې د كډوالو په كېمپ كې پيل كړ، موږ به له ټوكرانو نه د كركيټ ګيند جوړاوه ، سم بېټونه مو نه درلوده لرګي به مو مات كړل او د كركيټ د بېټ غوندي به مو وتراشل، وروسته ، مو بيا د ټېنيس په ګيند لوبې پيل كړې.
احمدزى چې د پاكستان د كركيټ لوبغاړو ټينګ مينوال دى وويل : (( ما زده كړي نه دي كړي، خو زه په انګليسي ږغېداى شم، ما به هر وخت د كركيټ په باره كې كتابونه لوستل، او د نورو لوبغاړو سره په ږغېدو مې لا ښه كړله، او ددې لپاره زه د كركيټ منندوى يم))
ده زياته كړه: (( په ۱۹۹۲ كې موږ ټلوېزون نه درلودى، كله چې پاكستان په اسټراليا كې نړيوال كپ وګټى، هر چا به په ښوونځي كې د كركيټ په اړه خبرې كولې، زه كشر وم له دې خبرو اغېزمن شوم، او ډېر ژر په ټېنيس ګيند د كركيټ كولو د يو ښه لوبغاړي په حيث وپېژندل شوم.))
له ګيند او بېټ سره د دې ټولو قهرمانيو، او د انګليسي ژبې د ښې زده كولو سره سره احمدزي ته د خپلې زېږېدنې نېټه نه ده ور مالومه.
ده وويل چې ما خپل د زېږېدو نېټه په كار وه تر څو پاسپورټ جوړ كړم، كله چې مې له موره په دې اړه پوښتنه وكړه، هغې د افغانستان يوه مهمه پېښه ياده كړه او ويې ويل چې ته هماغه وخت زېږېدلى يې، هغې و نه شواى ويلاى چې هغه مهال د افغانستان ولسمشر څوك و، ما د هغې پيښې وخت ته حساب وكړ چې ۲۹ كاله وړاندې پېښه شوې وه، تر څو خپل عمر مالوم كړم.
احمدزى د طالبانو له تګ نه وروسته له پېښوره كابل ته راغى، دى په دې اړه وايي: (( ما د افغانستان د كركيټ د ډلې اورېدلي وه، په ۲۰۰۲ كې خپل هېواد ته راغلم، او د جګړې د ورانيو په لېدو سخت خپه شوم، زه كابل ته لاړم او هلته مې له تاج ملك سره چې اوس هم مرستيال كوچ دى وليدل، هغه د لوبډلې لپاره په ازموينو كې ورسره ونيولم، او په لوبډله كې يې واچولوم.))
دى زياتوي چې په ۲۰۰۴ كې موږ په اسيايي لوبو كې برخه واخيسته، زما لومړى لوبه په كولالمپور كې د هانكانګ پر وړاندې وه ما شپېته منډې جوړې كړې او درې كسان مې آوټ كړل.
ريس احمدزي ته كه كركيټ څه وركړي اوس دى لګيا دى او بېرته سپورټ ته يو څه وركوي، دى وايي زه يوه ټولنه لرم چې د افغان ځوانانو د سپورت ټولنه نوميږي، دغه ټولنه په كابل او جلال اباد كې ۱۵۰ ماشومان روزي، ډېرى ملي لوبغاړي بېله كومې تنخا مرسته راسره كوي.
كله چې مو احمدزى وپوښت چې آيا د كركيټ له لارې يې پيسې پيدا كړي دي كه نه ده وويل، زموږ په كلتور كې د كورنۍ هر غړى نه دى اړ چې پيسې وګټي، موږ ډېر صميمي خلك يو او له يو بل سره مرسته كوو، زما كورنۍ زما په لاسته راوړنو ډېره وياړي.
د احمدزي غوندې د ده د ډلې يو بل غړى محمدنبي هم د كډوالو په كېمپ كې زېږېدلى دى، نن سبا نوموړى د برتانيا په يوه كلب ايم سي سي كې لوبې كوي.
محمد نبي وايي ما د پاكستاني لوبغاړو عمر ګل، وجهت الله او ارشد خان په ليدلو كتلو سره كركيټ پيل كړ، په پېښور كې مې د خان په اكاډمي كې روزنه تر لاسه كړه، او هماغلته مې زده كړې روانې وساتلې.
وروسته نبي هند ته راغى تر څو د ايم سي سي كلب پر وړاندې لوبه وكړي، دى وايي چې ما په ۳۹ بالونو كې ۱۱۶ منډې جوړې كړې چې ۱۳ په كې شپږيزې وې، د ايم سي سي سكيپر مايك ګاټينګ زما لوبه خوښه وكړه او زه يې په خپل كلب كې ورسره واخيستم.
نبي اوس دې ته په تمه دى چې په ۲۰ اوريزه نړيوال كپ كې د هند پر وړاندې لوبه وكړي، دى وايي، دوى مې په برتانيه كې د تمرين پر مهال وليدل او هر وخت مې دا هيله وه چې يوه ورځ يې پر وړاندې كركيټ وكړم او خوشاله يم چې دا هيله به مې په اپريل كې په ويسټ انډيز كې پوره شي.