کور / کیسه / يوه ګيله او يوه وعده

يوه ګيله او يوه وعده

خداې ج دی تل خو شحاله لره زما به تل دا دوعا وي ستا په حق کې لکه څنګه چې مې په لومړۍ ورځ درته ويلې وو ،،چې په ژوند کې مې تر ټولو لويه ارزو ستا خو شحالې او ستا نيکمر غي ده ٠٠٠اوس مې هم هغه وعده او هغه فيصله ده
که څه هم وختونه بدل شول حلات بدل شول خو زه او زما فيصله به هغه وی ٠٠٠ ستا په خوښۍ به د هوا په پرو الوزم اوپه غم به دې د شمعې غوندې ويلې کيږم ٠٠٠ خو دا منم چې د قسمت کرښې زما او ستا په ګټه ولاړې بلکې د يو دښمن رنګه زموږ هيلې او ارمانونه را قتل کړل٠٠٠خو په کوم وطن کې چې قتل ګناه نه وي نوبه ئي سزا له کومه شي٠٠٠ خبره ئي څومره ورځې او شپې تيرې شوي چې موږ يو د بل له حاله نا خبره يو
خو د تل په څير زه ستا په انتظار يم ماته معلومه ده چې اوس په هيڅ قيمت زه اوته د يوې لارې پيروي نه شو کولای زما او ستا تر منځ بيلتون د غرونو غوندې غټ اونه پناه کيدونکی جوړ کړل خو بيا هم زه په انتظار يم هره ورځ هر ګړۍ او هره شيبه انتظار يم چه څوک به له کومه لوري پر ما زيری وکړي
چې ستا هم زه په ياد يم اويا ته په خپل ژوند کی خوشحاله يا خواشينی يي ځکه می تلوسه دا خبری ده دومره ډيره ده چه اوس خونه خندلی شم اونه ژړلئ شم ځکه که کله خو شحاله يم او خاندم ته غمجنه مخته راله راشي زه هم سمدستی په خندا کی و ژياړم خو کله چه ژاړم بيا ته په خندا راله راشی چه زه په ژړا کی درته و خاندم ښه پوه يم چه ستا کار اوس زما د خندا او ژړا سره نشته ځکه چه ته اوس د بل چا په خندا
خوښيږی اوپه ژړا ئي زوريږی ستا هغه خبره می تل په ياد وی چه تابه ويل زموږ مينه د هغه مسافر په مثال ده چه د ګرمی په موسم کی په سپيره صحرا کی لار غلطه کړی وید سختی تندی او مرګ له سختو په سپيره ريګستان کی په يوه بل لور منډي وهي او مابه درته ويل چه زما اوستا مينه به د هغه ځوان په شان وی چه د ځوانی غوټی ئي پر غوړيدو وی خو د خزان سپيره باد ئي ورژوی خو په دا خبر ه تاته غوسه درغله ويل به ته به زما په ايشارو پوهيږی خو زه چه په کم ټبر يا کورنی کی اوسيږم دهغو سرونه د خپلو ارمانو لپاره نه شم کښته کولائي
زه پښتنه يم ماته د مينی د اظهار نه چا حق را کړی اونه ئي تر لاسه کولائي شم او بيا به نوره احساساتی شوی ويل به دی رب ذولجلال ج موږته د هرڅه حق را کړی دی خو د زور ورو
و شخصی ګټو په خاطر زموږ ژوندون او ارمانونه په اور کی سوځی
هغه خبره به می تر مرګه ياد وی چه تا ويل اوس نو يوبل په زړو کی ساتو خو زه تاته باور درکوم چه زما په زړه کی هغه ستا ځايي هغسی ستا امانت پروت دی خوته راته ويلی شی چه ستا په زړه کی زما ځايئ شته ايا هغه زما جوړ کړی ځايي خوبه دی چاته د خوښيو په بدل کی نه وی ور کړی تاچه زما لپاره هيڅ نه وکړل نوبه زما حق کله ماته وساتی ستا خونه زما اونه د بل چا سره کار ؤ تاته خو تر ټولو خپل ځان او خپله خو ښی ګرا نه وه په لومړی ورځو کی څو څو ځله درته تکرار کړل چه که دی زړه نه غواړی زه دی نه مجبوره وم ستا دا خبری به نور هم ډډه کړم چه راته وويل به دی خير که مي ته نه مجبوره وی
اوزه به دی مجبوره وم خو عجبه خبره ده دا اوسنی زمانی انسانانو ياد داشت ولی دومره کمزوری دی لکه د هغه روانو اوبو په شان چه هرڅه په مخه ورځی پری تيريږی دخپل منزل لاری لنډوی که پر ګلو راشی که پر اځغو خو تر شاه بيا نه ورته ګوری تاه هم ماته زما ددا دومره ډيرو خبرو جواب بس په دا يوه خبره راکړی ماه وبخښه
تاته ښه معلومه وه که دی چيری پر ماه اور بل کړی وائي د اور له منځه به درته ويلی وائي چه ما بخښلئ يي اوپه هغه ورځ می هم درته وويل چه ما بخښلئ يي ٠٠٠ کله کله می دليونو غوندی د فکر په نړی کي په يوه اوبل لوری منډی وهم چه ما ولئ ستا سره مينه وکړل ايا مينه همداسی وی چه يو تاج پر سر پر تخت ناست وی اوبل پسی ملنګ شی خو ملګرو په دا ملنګئ کی يو عجب خوند پروت زړه وائي چه تل هغسی ملنګ وائي څومره به ښه وائي هغه زما د زړه تر ټولو لويي ارمان چه ستا سترګی ليدل وی هغه خوبه پوره شوی وايي
د څو ځله ډير نژ دی کيدو سره می هم ستا ديدن نصيب نه شو
دا لنډی تل وايم٠٠٠
چه دديدن نصيب ئي نه وی
په يوه کوڅه کی سره وړاندی وروسته شينه
خو خپل زړه په هغه خبره صبر کړم چه تابه ويل چه ز موږ ديدنونه به په هغه دنيا کيږی ځکه په دی دنيا ممکن نه دی نو اوس می ددی دنيا څه هم زړه تور دی غواړم تری رخصت شم او هلته لاړ شم چيرته چه دی وعده کړی ده خو هلته بايد ته هم وی ځکه چه زما او ستا د ملاقات ځايي کی با يد دواړه يو خو زه ستا ژوند غواړم ستا ارمانونه پوره کيدل غواړم نه ستا د ځنکدن سلګی اونه غواړم چه ستا ښا ئستي سترګی د تل لپاره ددا دنيا څه پناه شی
ته به وائي ما ستا سترګی څه ليدلی دی خو زما زړه ماته وائي چه ستا سترګئ ډيری ښکلی دی تر حد زياتی ښائستی دی
خو ستا په حق کی به زه هم دا يوه دوعا کوم اوته ئي هم کوه
چه الله ج دی زما د اوښکو دردونو او زما د زړه د ځګيروی په ګنا ه مه نيسه که په ورځ د محشر د مخلوق خالق همدا يوه پو ښتنه در څخه وکړل چه تر هر څه در تير يم د بنده تر حق نه
نو بيا به څه جواب لری ګوره اوس دی لاپه سترګو کی وام او ويره له ورايه معلوميږی خو ئي ډارنی داسی هم کيدائي شی چه زما په خاطر سزا ملاؤ شی هيڅکله نه هيڅکله نه
اوس خو دی نو د تندي ګونجی ليری کړه ته خبره ئي چه د ا ستا دتندی ګونجی زما نه خو ښيږی ځکه چه دوی ستا د ښائسته معلو ميدو مخه نيسی ٠٠٠بس دا اخيرۍ ګيله می واوره څه چه دي زما سره وکړل خداي ج لپاره پام چه د بل چا سره ونه کری
اودا می وعده ده چه ستا د خوښئ لپاره به هميشه حاضر يم
هو هغه هم درته کوم چه له پيله اوريدل غواری
زما د هره حقه په دنيا او عقبا کی خلاصه ئي ستا ځلبلاند
***