د ځوان شاعر هارون حکيمي سره دخواخوږۍ پيغامونه
درنو لوستونکو !
له بده مرغه وروستۍ دوې اوونۍ د لراوبر پښتون وطن د فرهنګي کورنيو لپاره د غم او ماتم څخه ډکي وې او زموږ د قام يو شمېر کلتور پاله کورنۍ په پرله پسې توګه دغم پر ټغر کښېنستلې .
په تېرو ورځو کي موږ د خپل قام د يووالي نوميالی مبارز ښاغلی اجمل خټک له لاسه ورکړ ، د نوموړي دغم پر ټغر ناست و چي د پښتو ژبي يو بل نوميالی شاعر او اديب ښاغلی عبدالمجيد بابی په شهادت ورسېد ، د شهيد بابي خبر لا خوله پر خوله ګرځېدئ چي د ژبي او فرهنګ خادم اسدالله دانش ځوان زوی ځوانيمرګ سو ، لا بياهم زموږ د غم تغر ټول نه سو چي په زابل کي يوې بلي کلتورپاله کورنۍ ته خپل د شهيد تابوت ورسېدئ .
دا وروستی شهيد زموږ د کلتور ، ژبي او شعري نړۍ د تاند ملګري هارون حکيمي اکا و چي د حوت پر لسمه د کندهار سپين بولدک پر لويه لاره پر بهرنيو ځواکونو د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کي په داسي حال کي شهيد سو چي پر دې لاره يې سفر کاوه .
بيا هم دا پوښتنه راپيدا کيږي چي : (( موږ څه ګناه کړې ده ؟؟)) چي د غم له پاسه مو بل غم مېلمه وي .
د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول همکاران د نورو ټولو تر څنګ د خپل همکار هارون حکيمي او ددوی له درنۍ کورنۍ سره په دې غم کي ځانونه شريک ګڼي او له لوی خدايه ورته د جميل صبر دعا کوي .
د ټولو ارواښادو ارواح دي ښاد وي .
په درناوي
د لراوبر اداره