غزل

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2010


کامله زرلښته (طاهر)


کله که دي هم کړئ زما غزل ته پام دئ
له تا نه شروع شوئ هم په تا باندي تمام دئ
ته چي مي ليدلئ ما نه ورک د زړه آرام دئ
سترګي دي رامړې کړې بيا دي ايښئ راته دام دئ
خدائ خبر تر څوپوري په ژوند مي دا ما ښام دئ
ستا د هجر شپې دي ياره خوب په ما حرام دئ
څکلئ مي چي ستا د ميني بحر نه يو جام دئ
په هجر سوځيدلئ د وجود مي هر اندام دئ
که ته راسره نه يې ياره غم خو دي مدام دئ
څه وکړم ياري ده تيروم به يې نا کام دئ
تا چي دی  تړلئ په ما بې وجهي الزام دئ
نن و کاملې ته هم منظور داسي بد نام دئ

Copyright Larawbar 2007-2024