د ناټو د تیرو دوو ورځو پنځه مقتولین امریکایان وو

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 3rd, 2010


د امریکا د دفاع وزارت نن رسمأ ومنل چی په تیرو ۴۸ ساعتونو کی د افغانستان په بېلابیلو سیمو د ناټو د ۷ وژل سوو پوځیانو څخه ( چی اعلان یې مخکی سوﺉ و ) پنځه یې امریکایی پوځیان وو چی دوه د بادغیس په بالا مرغاب کی وو ، یو په هلمند کی و ( خو دا چی د پیښی ځای یې نه دی ښودلی نو ضرور مارجه ده ) ، او دوه نور هم په کندهار کی وژل سوي وو . دغه پنځه واړه پوځیان وړمه ورځ طالبانو وژلي وو چی خبر یې مخکی خپور سوﺉ و . په دې سره د امریکایی پوځ تلفات ۱۰۱۲ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024