د مارجې خلک پر امریکایانو او کابل ډیر شکمن دي
رویټر ، سی ان ان او نیویارک ټایمز نن په خپلو تازه راپورونو کی د امریکایی جنرال ( نیکل سن ) په حواله خبر ورکړ چی د مارجې اوسیدونکي پسله شلو ورځو اوس هم پر امریکایی پوځیانو او افغان حکومت باندی ډیر شکمن دي . جنرال « لېری نیکل سن » چی د مارجې څخه په واشنګټن کی په پنتاګون کی د خبریالانو پوښتنو ته د ویډیو له لاری مستقیم ځوابونه ورکول ، اعتراف وکړ چی موږ د مارجې د خلکو د باور د ګټلو لپاره د طالبانو سره رقابت کوو . ده زیاته کړه چی موږ تر اوسه دلته د خلکو د اعتماد ډیره کوچنۍ کړکۍ را خلاصه کړې ده . ده وویل چی مارجه وال د افغان حکومت څخه اندیښمن دي چی د دوی سره به څنګه سلوک وکړی . ده زیاته کړه چی افغان حکومت به د مارجې خلک ( په لومړي ګام کی ۱۰۰۰ کسان ) په پولیسو کی جذب کړی او امریکایی پوځیان به روزنه پسی ورکړی . ده وویل چی زموږ ۲۵۰۰ پوځیان او هم به ۱۵۰۰ افغانی پوځیان د دوبی تر پایه همدلته پاتیږی او موږ ښه پوهیږو چی دا ډیره ماتېدونکې سیمه ده نو ځکه باید اوږده موده پاته سو .
خو څیړونکي وایی چی امریکایان مسؤلیت پر افغان حکومت اچوی یعنی د مارجې اوسیدونکي د هغوی په غاړه کی چی پخپله تر ستونی په فساد کی ډوب او سخت بی کفایته دي ، ور اچوی .