هند: په يوه عبادتځای کي نژدې سلوتنو ته مرګ ژوبله واوښته
دهندپه يوه عبادتځاي کي نژدي سلوتنو ته مرګ ژوبله واوښته.
دهندوستان په (اوتراپرديش) ايالت کي د يوه عبادتځاي چي له پايتخت ډيلي نه180 کيلومتره ليري پروت دي دنړيدو له امله 56 تنه وژل شوي،اود30په شاوخواکي نور ژوبل شويدي.
پيښه نن دپنجشنبي په ورځ هغه وخت رامنځ ته شوه کله چي دهند د اوتراپرديش ايالت په مانګراه سيمه کي دهندوانو يوعبادتځاي راونړيد.چي په پايله کي يي د ښځو اوکوچنيانوپه ګډون نژدي سلوتنو ته مرګ ژوبله واوښته.
ويل کيږي چي نن په سلګونو هندوان ديولړمذهبي مراسمودترسره کولوپه موخه پدي عبادتځاي کي راغونډ شوي وو.
په پيښه کي نژدي 30 تنه ترخاورولاندي بند پاتي دي،چي دپوليسوپه خبره دوي سيمي ته رسيدلي او دژغورني عمليات يي پيل کړيدي .