د پنتاګون تر څنګ دوه پوځی افسران وویشتل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 5th, 2010


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی د واشنګتن د وخت د ماښام پر پاو کم اوو بجو د پنتاګون تر څنګ د مځکی لاندی ریل ګاډی سټېشن کی یو نفر له جېبه خپله توپنګچه راوکښله او د پنتاګون پر دوو امنیتی افسرانو یې فیرونه وکړل او دواړه یې زخمیان کړل .

ده فکر وکړ چی هغوی یې ووژل نو ډیر عادی روان و ، خو هغوی دواړه ټپي وو او وروسته یې په خپلو توپنګچو سره پر دغه سړي فیرونه وکړل او سخت یې زخمی کړ . اوس درې واړه په روغتون کی دي او ویل کیږی چی حمله کونکی امریکایی تبعه دی خو دا لا تر اوسه نه دي ویل سوي چی هغه مسلمان دی که نامسلمان .

خبر زیاتوی چی تر دغه سټېشن دباندی یوه شکمنه کڅوړه هم پیدا سوې ده خو معلومه نه ده چی په هغې کی څه شي دي . امنیتی مسؤلین وایی چی تر اوسه معلومه نه ده چی دا سیاسی عمل و که دماغی خلل .

Copyright Larawbar 2007-2024