غزل

36 | مارچ 6th, 2010


دا زړۀ مې زړۀ کې نۀ شتــــــــه داځل زور ته ښويېدلی
پتنګ لکه چې بيا د شمعې اور ته ښــــــــــــــــــويېدلی

په تورو پښتنــــــــــوسترګوچې نن قتل دچـــــــــا کړ ې
اخ، تورپېکی دې بيالۀ تنــــــــــــدي پورته ښويېدلی

ګلاب نۀ دی اوربل کې ستا دا زمـــــــا غزليز زړۀ دی
چې ستا دمنــــــــــــګروزلفانوکوررته ښــــــــــويېدلی

اشنا چې مې دمړو خـــــــــــاطروسترګې کړې روښانه
نن لال غوندې زړګی مې داستا لورته ښـــــــويېدلی

وفا کې جفــــــا بولې مـــــــــــــلالی خـــــــــو داسې نۀ وه
نور ټول خوی اوعـــــادت دې هغې خورته ښويېدلی

غمګين انځـــــــور مې څۀ بولې جاويديم خوبېغورې
روح ،زړۀ مې ستا دشنـــو بنګړيوو شورته ښويېدلی

»

Copyright Larawbar 2007-2024