کور / تازه خبرونه / د مصر ولسمشر حسني مبارك په جرمني كي كامياب اپريشن وكړ

د مصر ولسمشر حسني مبارك په جرمني كي كامياب اپريشن وكړ

د مصر رسمي خبري اژانس (منځني ختيځ) د خبر له مخي اپريشن د هايدلبرګ ښار د يو پوهنتون په روغتون كي تر سره شو .
خبر زياته وي چي 81 كلن حسني مبارك اوس د پام لرني په مركزي كوټه كي دي او دخپلي كورنۍد غړو او ډاكټرانو سره خبري كولي شي .
د روغتون وياندي انيتا توفسا خبري رسنيو ته وويل چي ويلي شم چي د ولسمشر اپريشن په ډيره ښه توګه تر سره شو .
د مصر د خبري رسنيو د خبر له مخي مبارك د دولت چاري د لنډ مهال لپاره لومړي وزير احمد نظيف ته سپارلي .
د يادوني وړ ده چي مبارك د خپلي واكمي په 30 كلني دوره كي لا تر اوسه خپل مرستيال نه دي ټاكلي .