ورځپاڼو ته کتنه

34 | مې 25th, 2010


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو د افغانستان روان حالت په خپلو مقالو او تحليلونو كې راخيستى چې احمد زبير ژمن ورته كتنه كړې.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په يوې مقالې كې د افغانستان د ستونزو په وړاندې د نړېوالې ټولنې په مسئوليتونو تبصره كړې ده.

په مقالې كې په افغانستان كې د سيمې د هېوادونو ليوالتياوې څيړل شوي او په دې ټينګار شوى چې د افغانستان مسايل بايد په داسې لار چارو حل شي چې سيمه اېز احساسات را ونه پاروي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې په افغانستان كې د ناټو په مشرۍ د بهرنيو ځواكونو په حضور تبصره كړې او د دوى د احتمالي وتو په صورت كې يې رامنځ ته كېدونكې ستونزې څيړلي دي.

د ملي ارمان يو بل مطلب په ايران كې د افغان زندانيانو د اعدام او د هغې پر ضد د غبرګونو په اړه ده.

راه نجات:

راه نجات ورځپاڼې د كابينې د پاتې غړو د نه معرفي كېدو له امله د ولسي جرګې له خوا غلي احتجاج څيړلى دى.

په مطلب كې راغلي دي، چې دا چوپتيا اصلاً د ملت غوښتنو ته د نه پاملرنې په معنى دى.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د وزيرانو شورا د وروستۍ غونډې مفصل راپور خپور كړى چې پريكړه يې كړې، د كوچيانو او هزاره و ترمنځ د روانې لانجې د دايمي حل لپاره دې يوه كمېټه جوړه شي او د ځمكو پر سر د دوى حقوقي لانجې دې د محكمو له لارې حل شي.

هېواد په خپلې سرمقالې كې د سولي په ملي مشورتي جرګې تبصره كړې او دا يې د افغان ملت د ملي ژوندانه يوه ستره پېښه بللې.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې په افغانستان كې د بريتانوي ځواكونو په ماموريت تبصره كړې.

د سرمقالې د ليكوال په باور بريتانيا د وارخطايۍ په حالت كې ده او داسې ښكاري چې له افغانستان څخه د خپلو ځواكونو د ويستلو په لټه كې ده.

سرنوشت ورځپاڼې د ښوونكي د نړېوالې ورځې په اړه هم يو مطلب خپور كړې او په هغې كې يې په غزني كې د ښوونځي د زده كوونكو د وژنې پېښې ته په اشارې سره په هېواد په ټولو خواوو غږ كړى، چې د پوهنې د ستونزو له هوارولو سره مرسته وكړي، نه دا چې لا ډيرې ستونزې پيدا كړي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د ولسي جرګې د يوې غړې شكريې باركزى خبره راخيستې چې وايي، د ولسي جرګې سكوت د دې جرګې د سقوط په معنى دى.

اصلاح او انيس:

اصلاح او انيس دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مسايلو تحليلي مطالب ليكلي دي.

انيس ورځپاڼې د موږ د رايت ته اړتيا لرو تر سرليك لاندې په خپلې سرمقالې كې د ولسي جرګې او حكومت ترمنځ د كابينې پر سر روانه لانجه څيړلې ده.

په سرمقالې كې په دې ټينګار شوى چې د يوه ملت سياسي سرمايه د درې ګونو قواوو ترمنځ په پريكړو كې توافق او همغږي ده.

اصلاح ورځپاڼې بيا په خپلې سرمقالې كې په افغانستان كې د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو پروژه د دغه هېواد د اقتصاد لپاره حياتي بللې او په چارواكو يې ټينګار كړى چې د دې پروژې عملي كولو ته ځانګړې پاملرنه وكړي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د ولسي جرګې په غلي احتجاج تبصره كړې او د ځينو وكيلانو هغه ګواښ يې بې مسئوليته بللي چې ويلي يې دي، كه د دوى غوښتنې ونه منل شي نو به د سولې په ملي مشورتي جرګې كې ګډون ونه كړي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په يوه مطلب كې په دې وروستيو كې د وسلوالو مخالفينو له خوا د ځان وژونكو حملو شدت ته په اشارې سره ليكلي دي، دا د دوى بري نه بلكې ماتې په ګوته كوي.


ګارډين او ډيلي ټليګراف نړېوالو ورځپانو په خپلو نننيو گڼو كې د افغانستان بېلابېل مسايل څيړلي، چې لنډيز يي دلته د ازداۍ راډيو خبريال رضوان مراد برابر كړې.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې چې د افغانستان ولسي جرګې د سولې د ملي مشورتي په جرګې كې د بایکاټ کولو يا نه گډون ګواښ کړی یوه مقاله خپره کړې چې په ترڅ کې يې لیکلي:

د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د سولې د ملي مشورتي جرګې جوړیدول چې له طالبانو او نورو وسله والو سره د روغې جوړې د خبرو لپاره اساس بلل کیږي د ورځپاڼې په وینا د ولسي جرګې د وکیلانو د غصې له امله وځنډېده چې ویلي دي په جرګه کې به ګډون ونه کړي.

افغان دولت وايي، د سولې د ملي مشورتي جګرې جوړېدل به د افغانستان د راتلونکې کال لپاره مهم سیاسي ګام وي.

خو یو شمېر لویدیځ دیپلوماټان بیا وايي، چې ښايي دا جرګه دومره مهمه نه وي.

تمه کیږي، چې ملي مشورتي جرګه د ځینو مهمو او لانجمنو مسلو په اړه د توافق لپاره هڅې وکړي.

د ګارډین ورځپاڼې په وینا د جرګې غړي به په خپلو بحثونو او سلا مشورو کې له طالبانو سره د واک د احتمالي ویش او د افغانستان په اساسي قانون کې د اصلاحاتو موضوع وڅیړي.

افغان سیاست مداران هم پر دغې جرګې انتقادونه کوي او وايي، چې دا راټولېدنه د ټولو خلکو استازیتوب نه کوي.

ورځپاڼې په دې لړ کې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو د استازې فوزیه کوفي څرګندونې راخيستي چې ویلي دي:
د جرګې ګډون وال به هغه پریکړه وکړي څه چې ولسمشر کرزى غواړي.

لویدیځو دیپلوماټانو، چې د جرګې د ۳۶۰ګډون والو د نومونو لست يې لیدلی دی ګارډین ته ویلي، چې زاتره کسان د ولسمشر کرزي پلویان دي.

یوې سرچینې ویلي، په جرګه کې به د قندهار په شان د مهم ولایت د استازو مشري د ښاغلي کرزي ناسکه ورور کوي او نور استازي د افغان ولسمشر د انتخاباتي کمپاین غړي دي.

ډیلي ټیلیګراف:

ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې بیا په کابل کې د بريتانیا په سفارت کې د ترلاسه شوو زړو تصویرونو په اړه چې انګلیسي چارواکو یوه ارزښتانه خزانه بللې ده یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه وايي:دغه تور او سپین تصویرونه، چې نومونه او نور معلومات پرې نه دي لګول شوي د کارکونکو له خوا د سفارت په پخوانیو صندوقونو کې موندل شوي چې په افغانستان کې د بريتانیا د یوې پیړۍ د ښکیلتیا څرګندونه کوي.

پر دغو تصویرونو د ۱۸۷۰څخه نیولې تر ۱۹۷۰کلونو تاریخونه ثبت دي چې ګمان کیږي په کابل، پیښوراو خیبر دره کې اخيستل شوي دي.

په تصویرونه کې ښودل شوي کسان په افغانستان کې د بريتانویانو چې دوه ځله د افغانانو د پاڅون په نتیجه کې له دغه هېواد نه وتلو ته اړ شول ، د اوسېدو،کاراو ژوند تېرولو څرګندونه کوي.

په تصویرونو کې دغه راز د افغانانو یوه ډله چې سرتېري او یا د بانډو موسیقۍ غږونکي دي هم ښکاره کیږي.

په کابل کې د بريتانیا د سفارت کارکونکو د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له تاریخ پوهانوغوښتي، چې په عکسونو کې د څرګندو شوو کسانو نومونه او ددغو تصویرونو په اړه معلومات پیداکړي.

په کابل کې د بريتانیا د سفارت ویاند ډیلي ټیلېګراف ورځپاڼې ته ویلي:

موږ له تاریخ پوهانو سره په ګډه هڅه کوو، چې د دغو تصویرونو راز معلوم کړي او هیله لرو، چې راتلونکې کال دا تصویرونه د خلکو نندارې ته هم وړاندې شي.

Copyright Larawbar 2007-2024