بولدک کې دهم ږغۍ پوځي مرکزپرانيستل سو
ترکندهار ښار وروسته د دغه ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د نظامي همغږۍ يو بل مرکز پرانستل سو.
دکندهارولايتي چارواکې وايې چې دغه ډول مرکزدکندهارپه مرکزکې ښه پايلي لرلي دي .
د کندهار والي توريالى ويسا چې دسې شنبې په ورځ د دغه نظامي مرکز پرانستې ته د سپين بولدک ولسوالۍ ته تللى وو خبريالانوته وويل چې دا مرکز،دملي اردو،ملي پوليسو،ملي امنيت او بهرنيو ځواکونو د ګډې همغږۍ په کندهار کې دوهم مرکز دى.
نوموړي وويل چې په دې مرکز کې به د يادشوي ځواکونو استازي د خپلو امنيتي پروګرامونو په اړه سره سلا مشورې کوي او له دې لار په هڅه وکړي ترڅو خپل عملياتي پروګرامونه منظم او د سرحدي سيمو امنيت خو ندي کړي.
ويسا د دغه مرکز پرانستل د امنيت او نړيوالو ځواکونو سره د عملياتو دسمون په برخه کې يو اغيزمن ګام په ګوته کړ.