حزب اسلامي په ننګرهار کي د بريدونو ادعا کوي

34 | جنوري 29th, 2008


دحزب اسلامى وياندويانومصعب مصطفى اوحسن انصارى په بيلابيلوتيلى فونى تماسونوكښې وئيلى دى چې د دوئ پلويانودننګرهارولايت دمومندرې ولسوالۍ دتورخم جلال ابادپه لويه لاردلنډى خيبراوګردى غوث په سيمه كښې دامريكائى ځواكونويوموټرپه ماين الوځولې چې له امله يې 6 امريكائى عسكر وژل شويدى داخبرې مصعب مصطفى خبرونه سره په مركه كښې كړيدى اوزياته كړې ېې ده چې زمونږپلويان اوس په ننګرهاركښې هم عمليات كولى شى دحزب اسلامى بل وياندحسن انصارى لراوبر ته ووئيل چې د دوئ پلويانودبغلان ولايت دجلګې په ولسوالۍ د يوكمين په تر څه دملى اردو يوموټرنيولې چې په ترڅ كښې دبورقې د اولسوالۍ دجنائې اميرحبيب الرحمن په ګډون 8 عسكرژوندى نيولى چې دوه يې ټپيان دى .


دا په داسي حال کي ده چي ډيري سړې هوا او جګړو په لراوبر افغانستان کي ( د ډيورنډ پر دواړو خواوو ) د ميشت پښتون ولس ژوند له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړی دی . تر دې چي آن په هرات او کندوز کي خلکو له لوږي او نادارۍ له امله خپل واړه ماشومان د پيسو په بدل کي پلورلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024