د الاازهر اسلامی پوهتنون شیخ و مړ.
د لاازهر نړیوال اسلامی پوهنتون شیخ او سنی مذهبی دینی عالم شیخ محمد سید طنطاوی په ریاض کی له نړی نړی سترګی پټی کړی .
شیخ طنطاوی تیره اونی سعودی عربستان سفر کړی چی د ملک فیصل د نړیوالو جایزو د ویش په مراسموکی ګډون وکړی .
د مصر خبری رسنیو نن اعلان وکړی چی شیخ طنطاوی نن د ریاض هوایی ډګر تر څیرمه له نړی سترګی پټی کړی ،
په قاهره کی خبری رسنیو د طنطاوی مړینه یوه ناڅاپی و بلله او ویلی دی چی نموړی مخکی کوم روغتیایی ستونزه نه درلوده .
سید محمد طنطاوی له ۱۹۹۶ کال راهیسی د الاازهر نړیوال اسلامی پوهتنون مشری کوله او په خپله دوره کی یی له ټولو اسلامی هیوادونو سره نیکی اړیکی درلودی .
تیر کال شیخ لاازهر په خپله اداره کی پر نقاب اغوستلو بندیز و لګوو چی د ځینو اسلامی ډلو د کلک غبرګون سره مخامخ شو نموړی د لاازهر پوهتنون تر څیرمه دی یو ښونځی د پرانیستلو پر مهال د یوی مصری زده کونکی نه و غوښتل چی اغوستی نقاب لری کړی ځکه دا یو اسلامی او دینی اساس نه لری او دا یو دود دی .
طنطاوی یو له هغه کسانو څخه وو چی تیر کال د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ترینه د سولی په پروسه کی د ګډون غوښتنه وکړه
نومړی د طالبانو جګړه ناروا وبلله او پر ټولو اسلامی مخالفینو یی غږ وکړ چی سولی ته غاړه کیږدی .