زابل کې د بادام ګل مشاعره ترسره شوه

حاجی پوپل | مارچ 12th, 2010


په زابل کي دبادام ګل دوديزه مشاعره دسل ګونوشاعرانواوفرهنګیانوبه ګډون ترسره سول
په دغه مشاعره کې له پکتیا،میدان وردګ،لوګر‪,‬غزنی ،اروزګان ، هلمند،کندهار،دډورنډدپولی هاخوله له کوټی اوخپله دزابل له لری پرتوسیموڅخه په سل ګونو شاعرانو،فرهنګیانواودآدب مینه والو ګډون کړی وو
دبادام ګل د دودیزې مشاعرې په پیل کې دپښتو ژبې دتکړه لیکوال او شاعر ځوانی مرګ عبدالمجید بابي پاک روح ته دوعاګانې وسوې اودنوموړي وژنه دپښتو دآدب په ډګر کی یو لویه تشه وبلل سوه
وروسته دغونډی میلمه ډاکټر ظاهر شاه رشیدي دپښتو ژبی دشاعری اولیکوالی په اړه څرګندونی وکړی
نوموړی زیاته کړل چه دڅو لسیزو جګړو په ترڅ کی دځینی نورو برخو په څیر دپښتو ژبی آدب ته هم زیان ورسید اودسیاسی موخو ښکارسوه.
ده زیاته کړل دامهال ترټولوزیاته اړتیا لیدل کیږی چه دپښتو ژبی لیکوالان
اوشاعران وهڅول سی، اودوی هم بایددټولنی حقایق بیان کړي .
دغه رازپه مورنی ژبه دزده کړو پراړتیاهم ټینګاروسو
دوینا تربرخی وروسته مشاعره پیل شوه اوپه لس ګونو شاعرانو دخپلو شعرونو په
ترڅ کی دبادام دګل ستاینه وکړه
ددغې مشاعرې په ترڅ کې دلسګونوویل سویوشعرونو دچاپ خبر هم وررکړل شو چه دسیمی دفرهنګیانو په مالی لګښت به چاپ شی
دااوم کال دی چې په زابل کې دنوی لمریز کال له پیل سره سم دبادام ګل مشاعره ترسره کیږي
دمشاعرې مشردواخان مینه پال دبادام ګل دمشاعرې په اړه وویل چې دغه ډول فرهنګي هڅي دپښتوژبې دبډاینه لپاره زیات اغېزلري
دبادام ګل له مشاعرې څخه وروسته دهیوادپه نوروبرخوکې هم دمشاعرولړۍ پیلېدونکی ده .

Copyright Larawbar 2007-2024